شعـــــرونه

د محمد عليم بسمل نوی غزل

محمد عليم بسمل

زړه مې بېرته نه راکوي سترګې دې بد پورې دي
مانه ددنیا کارونه پاتې دورې دورې دي

داخو يې زموږ سترګو کې خاورې اچولې وې
ماشکه ويل چې دايې په رنجو باندې راتورې دي

نه يمه منصور خو دملا دارپه خوب وينمه
بې له اناالحقه دلته سل خبرې نورې دي

پريږده چې دانوم دمجازي مينې هم وګټم
هسې هم په ماباندې ښه ډير نومونه پورې دي

نوش جان بسمله په حرام پټکي سنت شمله
سترګې دې بزرګه په پرديو رنجو تورې دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x