افغانستان

ولسي جرګې د سولې چارو وزارت بودیجه رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل):د کابل حکومت  ولسي جرګې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په ګډون له پنځو نورو ادارو بودیجه ګرځولې.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون غړي «جاوید ساپي» په دې تړاو وویل «د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوه نا تصویب شوي اداره ده له همدې امله تر څو چې یوه اداره تصویب شوې نه وي، بودیجه نشو ورکولای، کله چې یوه اداره موجوده نه وي د بودیجي ورکول یې غیر قانوني ګام دی».

د ولسي جرګې غړي د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوه بې اغېزه اداره بولي او په خبره یې، د بودیجې نه تصویب یې په سوله هیڅ ډول اغېز نه لري.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت چې کابو دوې میاشتې وړاندې د اشرف غني له لوري جوړ شو، د نوموړي د دفتر پخوانی رییس «سلام رحیمي» یې وزیر وټاکل شو.

په هماغه وخت کې داسې اوازې وې، چې شاید ددې وزارت له تشکیلېدو سره سم د سولې عالي شورا لغوه شي؛ خو څه موده وړاندې ارګ د سولې عالي شورا په جوړښت کې د یادې شورا دارالانشاء ریاست لغوه کړ او امکانات یې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته وسپارل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x