
زلمی رسول د اشرف غني انتخاباتي ډلې سره یوځای شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د اعتدال او برابرۍ انتخاباتي ټیم نوماند زلمی رسول په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټیم سره یوځای شو.
زلمي رسول نن په کابل کې د یوې غونډې له لارې د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټیم سره یوځای کیدل اعلان کړل.
زلمی رسول په اینده ولسمشریزو ټاکنو کې د لومړي مرستیال عبدالجبار تقوا او دوهم مرستیال غلام علي وحدت سره کاندید و.
زلمی رسول په تېرو ټاکنو کې هم کاندید و او د دوهم دور ټاکنو کې يې د اشرف غني خلاف د ډاکترعبدالله عبدالله د ټیم ملاتړ کړی و.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د تلې د میاشتې په ۶مه ترسره شي.
په دغه ټاکنو کې د اشرف غني، حنیف اتمر او عبدالله عبدالله په شمول اتلس کسان کاندیدان دي چې د زمري د ۶مې نېټې راهیسې يې کمپاینونه شروع دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو پر اساس سږکال ۹ نیم میلیونه کسانو د انتخاباتو لپاره نوملیکنه کړې ده.
د ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۴۹ میلیونه ډالر تعیین شوې چې ۹۰ میلیونه ډالر د افغانستان د دولت د بودیجې څخه ورکول کیږي.