
د هند د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره مړه شوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د هند د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې سوشما سواراج د ۶۷ کلونو په عمر نن ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې.
سوشما سواراج د هند په واکمن ګوند «بې جي پي» کې تر ټولو مخکښه ښځینه څېره وه، چې نن ورځ ناوخته يې په پلازمېنه «ډیلي» کې د زړه د حملې له امله ساه ورکړه.
د هند لومړي وزیر «نریندرا مودي» د سوشما د مړینې په تړاو په خپل ټویټر لیکلي « د هند په سیاست کې یو په زړه پورې فصل پای ته ورسېد، هند نن د یوې داسې څېرې په مرګ غمجن دی چې خپل ژوند یې د خپلو خلګو د خدمت او د غریبانو د ژوند ښه کولو ته وقف کړی وو، هغه د خپل ډول یوازېنۍ څېره وه».
سوشما سواراج چې له ۲۰۱۴ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې یې د هند د بهرنیو چارو د وزیرې په حیث دنده درلوده، د یاد وزارت په ګډون یې په ګڼو لوړو چوکیو کار کړی، نوموړې په واکمن ګوند «بې جي پي» کې مخکښه ښځينه څېره او د مېرمنو تر ټولو غوره استازې پېژندل کېده.
بې جي پي ګوند چې په تېر دور ټاکنو کې یې د قاطع اکثریت چوکیو په خپلولو بریا تر لاسه کړه، سوشما پکې د صحي حالت د خرابوالي له امله ګډونه نه درلود.