
اسلام اباد: په تر ټولو حساسه سیمه کې د پاکستان ضد پیغامونو بېنرونه لګول شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د پاکستان د پلازمېنې «اسلام اباد» په تر ټولو حساسه سیمه «ریډ زون» کې پولیس د هغو کسانو په لټه کې دي چې د پاکستان ضد پیغامونو بېنرونه یې لګولي.
دغه بېنرونه چې د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای اېس ای» دفتر ته نږدې سیمه کې ټومبل شوي، د هند د یوه سخت دريځي ګوند « شېو سینا» د مشر « سنجي راوت» پاکستان ضد پیغامونه ورباندې لیکل شوي.
په یوه بینر لیکل شوي « نن مو کشمیر در څخه واخست، سبا د بلوچستان وار دی، موږ هیله لرو چې لومړی وزیر به د یو موټي هندوستان د تشکیل ارمان پوره کړي».
د اسلام اباد پولیسو یو مشر « اسجد» وايي، په سیمه کې د لګېدلو امنیتي کېمرو انځورونه او ويډیو یې لاسته ورغلې او پولیس د بېنرونو د لګوونکو په لټه کې دي.
د اسلام اباد ريډ زون غوندې یوه حساسه امنیتي سیمه کې د پاکستان ضد پیغامونه داسې مهال لګول کېږي، چې د کشمیر لاین په اوږدو کې امنیتي وضعیت ترینګلی ښکاري او د دواړو لورو تر منځ د جګړي د پېښېدا نښې تر سترګو کېږي.
که د هندی کشمیر مظلوم وولس ته د نجسو بُت پرستانو او ګاؤ پرستانو لخوا کومه درنه صدمه ورسیږی ( البته هند او پاکستان دواړه د لوی کشمیر د خلګو د آرامی او سوکالی او رښتینی خپلواکی دښمنان دی) نو په مسئولیت کی ئی د پاکستان مزدور دولت هم شریک دی.