افغانستان

بادغیس: حکومت یوازې په ۱۰ سلنه ولایت واک لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د بادغیس ولایت د مدني ټولنو استازي ددې ولایت والي بې کفایته بولي او د امنیتی وضعیت د خرابېدو پړه ورباندې اچوي.

د بادغیس ولایت د مدني ټولنو مشر «مبارک شاه ثاقب» وايي، د والي ناسم مدیریت ددې لامل شوی چې د بادغیس امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی شي، دده په دوه کلن ولایت کې یوازې لس سلنه خاوره حکومت ته ورپاتې ده.

د مدني ټولنو د مشر مرستیال « سلطان احمد شیخ الاسلامي» هم په ورته نظر دي، د نوموړي په خبره، د والي د ناسم مدیریت له امله له تېرو ۱۲ میاشتو راپدېخوا، د بادغیس ولایت یو شمېر ولسوالیو ته تلونکې لارې تړل شوې، چې له امله یې د توکو قیمتونه لوړ شوي او خلګو ته حتی خواړه په وخت نه رسېږي.

بل لور ته د بادغیس ولایت والي «عبدالغفور ملک زی» بیا د بادغیس امنیتي وضعیت د ډاډ ور بولي، دنوموړي  په خبره، امنیتي ځواکونه همېشه د تیارسي په حالت کې دي او د هیڅ ولسوالۍ لاره نه ده تړل شوې.

د ملک زي په خبره، د مدني ټولنو استازي له طالبانو سره همکار دي او دده په وړاندې توطیې جوړوي.

دا یوازې بادغیس نه ده چې حکومت پکې په لس سلنه خاوره واک چلوی، د هیواد ګڼ شمېر ولایتونه او ولسوالۍ داسې دي چې تر حکومت زیاته برخه یې د طالبانو تر حکومتولۍ لاندې ده او د هغوی خپل قوانین ورباندې نافذ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x