نړیوال جام: پولیسو د هغه کسانو عکسونه خپاره کړي چې د سیالۍ پرمهال يې شخړې کړې وې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶ زمری ۱۳۹۸ل): د انګلستان پولیسو د هغه کسانو انځورونه خپاره کړي چې په نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیالۍ کې شخړې کړې وې او د هغوی په موندلو کې يې د مرستې غوښتنه کړې.

د روان کال د جون میاشتې په ۲۹مه نېټه د افغانستان او پاکستان ترمنځ افغان او پاکستاني نندارچیانو تر سیالۍ وړاندې او د لوبې پرمهال شخړې کړې.

پولیسو ویلي چې د ټولو اتو کسانو له منځه يې ۳ نیولي وو چې دوه يې همداسې او یو یې په ضمانت بېرته خوشې کړي دي.

پولیسو ویلي چې یاد اته کسان دې په خپله خوښه ځان پولیسو ته تسلیم کړي مخکې تر دې چې پولیس يې ونیسي.

دوی ویلي چې هيچا ته به اجازه ورنه کړي ترڅو د لوبو پر مهال امنیت ګډوډ کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د