افغانستان

کابل ښار کې له جګړې وروسته درنه چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ زمری ۱۳۹۸ل): شېبه مخکې د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند ګل سرخ دواخانو سره درنه چاودنه وشوه، چې تر لرې ځايونو يې غږ واورېدل شو او د ګڼ شمېر ودانيو ښيښې يې هم ماتې کړې.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، نن سهار څه د پاسه نهه بجې د شپږمې حوزې پر نظام قراول کې له چاودېدونکو توکو د ډک موټر چاودنه شوې ده.

د رحيمي په وينا په چاودنه کې تر اوسه ۳۴ کسان ټپيان شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند حامد مايار ويلي، د پېښې ځای ته يې دېرش امبولانسونه لېږلي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، داسې ښکاري، چې د تلفاتو شمېر زيات دی او په سيمه کې لسګونه امبولانسونه ليدل کيږي.

د پېښې په اړه د نورو جزئياتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ

په کابل ښار کې شپنيز عمليات

د ګډ حکومت د ملي امنيت رياست چارواکو ادعا کړې، چې د کابل ښار په خيرخانه او بګراميو سيمو کې يې په دوو جلا جلا عملياتو کې د داعش ډلې مرکزونه ويجاړ کړي او ګڼ شمېر داعشيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي امنيت رياست رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، تېره شپه د کابل ښار په درې سيمو کې عمليات کړي او د مخالفينو يو پټنځی يې په کې له منځه وړی دی.

د ملي امنيت رياست د عملياتو کره ځای نه دی په ډاګه کړی.

خو په ټولنيزو رسنيو کې د بګراميو اوسېدونکو ليکلي، چې تېره شپه ټوله سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري محاصره وه او ټوله شپه يې د ډزو اوازونه اورېدل.

د ملي امنيت رياست د دغو عملياتو په اړه کره جزئيات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

######### پر خپل تعهد باندی وفا نکوی د بیوزلو خلکو کورنه مو وران کړل ######

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x