روغتیا

د تشو بولو ځنډول خطرناکې پایلې لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۸ل): ژوند کې ځینې داسې لوازمات شتون لري چې پر وخت ترسره کولو سره د ژوند معاملات په سمه توګه روان وي، چې له برخې یې د تشو بولو پر وخت کول دي، که چیرې پر خپل وخت ترسره نشي بدن د یو شمېر ستونزو ښکار کوي.

ځینې مهال د تشو بولو راتلو پرمهال انسان د بوختیا یا مناسب ځای نه موندلو له کبله تشې بولې ځنډوي چې د انسان پر بدن خطرناکې پایلې لري او په معده، ځیګر او پښتورګو سخت اثر پریوزي، او په سمدستي ډول مثانه هم کمزورې کوي.

د روغتیا پوهانو د وینا سره سم د تشو بولو ځنډول د مثانې شاوخوا د بدن پلې هم کمزورې کوي چې له کبله یې انسان ته د تشو بولو (څاڅکو څاڅکو) تلو ناروغي رامنځته کیږي او د پښتورګو او معدې سربېره د بدن نور غړي هم اغیزمنوي.

پوهان زیاتوي که چیرې انسان په تکراري ډول تشې بولي ایساروي او تشناب ته زیات تګ نه کوي دوی د یو شمېر ناروغیو ترڅنګ د قبضیت ناروغي، په خيټه کې درد، د مثانې او پښتورګو شاوخوا کې درد د معدې سوزش او ځینې وختونه د پښتورګو د له منځه تلو لامل هم کیږي.

د پوهانو په وینا د تشو بولو ځنډول انسان د کولو پرمهال ددې کمښت سره مخ کوي چې دا یوه ناروغي ګڼل کیږي، ددې لپاه په کار دي چې تشې بولې په خپل وخت کولو سربېره باید ډیرې اوبه هم وڅښل شي.

له دې وړاندې د جاپان څیړونکو ښودلې وه چې د شپې لخوا زیاتې تشې بولې راتلل هم یوه ناروغي ده، دوی وایي چې د شپې لخوا زیاتې بولې کول د انسان لوړ فشار ۴۰سلنه زیاتوي او انسان د دماغي سکتې او زړه حملې ښکار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x