نظــر

د پردو چوپړيانو ته په رايه ورکولو سره د سولې په سبوتاژولو کې مرسته مه کوئ!

عبدالمالک همت

درنو هيوادوالو!

لکه څنګه چي پوهېږو همدا اوس له ګران هيواد افغانستان څخه د غليمانو د نيواکګرو پوځيانو د وتلو پر سر د امريکې او طالبانو د استازو تر منځ خبري د موفقيت او توافق د پای ټکي ته نژدې سوي دي. خو په دغسي حساسو شېبو کي په افغانستان او امريکا کي د سولي او د امريکايي ځواکونو د وتلو مخالفينو ډول ډول مذبوحانه تلاښونه پرلار اچولي او غواړي د سولي دغه پروسه د خپلو ځاني او ګروهي ګټو لپاره د خنډ او ځنډ سره مخ کړي. له دې جملې څخه يو تلاښ هم پر ګران هيواد د غير شرعي او غير قانوني، د جانکيرې په مټ واکمنو او نورو څو تنو د قدرت وږو له خوا د ولسمشريزو نمايشي او نيمګړو ټاکنو تبليغاتي کمپاين پرلاره اچول دي.

بايد توضيح کړو چي له دې هلو ځلو څخه موخه د امريکې او افغان سولي ضد عناصرو له خوا د سولي د بهير ګډوډول او سبوتاژول دي او په پايله کي يې په ګران هيواد کي جګړې ته دوام ورکول او خپلو شومو موخو او ګټو ته د دغو عناصرو لاسرسی او زموږ پر هيواد او خلکو باندي د امريکايي استعمارګرو او افغاني بلواکو شوم او نامشروع واک ټينګول دي.

لکه چي څرګنده ده زموږ په ګران هيواد کي له ځينو هيواد پلورو او خاينانو پرته نور ټول خلک سوله او آرامي غواړي. سوله د خدای امر دی، سوله خير ده او په سوله کي زموږ د هيواد وداني او د هيوادوالو نېکمرغي ده.

همدغسي د امريکې له هغو واکمنو عناصرو پرته چي په جګړو او د خپلو عامو خلکو په بدبختيو کي خپلي ګټي لټوي او زموږ په هيواد او نورو ځايونو کي د جګړې اورونه تاوده ساتي، نور ټول عام امريکايان له امريکې دباندي د جګړو او د هغو د ډېرو لويو لګښتونو پای ته رسول غواړي.

کله چي د امريکې اوسني لوی طاغي ولسمشر ټرامپ د ځان د ولسمشر کېدو لپاره په امريکا کي ټاکنيز کمپاين کاوه، نو خپلو خلکو ته يې وعده ورکړې وه چي که ولسمشر سي له افغانستان څخه به امريکايي پوځونه وباسي او هلته د جګړې د بېخرتو ډېرو لګښتونو دروند بار به د امريکايي ولس له اوږو څخه ليري کړي.

نو کله چي ټرامپ د امريکې ولسمشر سو او له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ايستلو موضوع يې د امريکايي غټانو او لويو جنرالانو سره مطرح کړه، هغو او د افغانستان بلواکو واکمنانو د دې خبري سره سخت حساسيت وښود او په دې اړه يې د ټرامپ په مقابل ډول ډول کار شکنۍ، مخالفتونه او ليت ولعل پيل کړل. څنګه چي د امريکې او افغانستان دغه واکمنه ډله په افغانستان او د افغانستان په جګړه کي ډول ډول شخصي، ګروهي او نوري ګټي ويني په ډول ډول حيلو او چلو يې ټرامپ تر دې وروستيو پوري په دې اړه زړه نازړه او بې له غوڅه تصميمه وساته.

اوس چي بيا په امريکا کي د ولسمشريزو ټاکنو مهال را نژدې سوی دی او ټرامپ دوهم ځل ټاکنو ته دريږي، د افغانستان او امريکې د داړه مارانو د مخالفتونو سره سره ټرامپ د خپلي ځاني ګټي لپاره د امريکې د ولسمشريزو ټاکنو تر را رسېدو دمخه غواړي امريکايي اشغالګر پوځونه زموږ له پاکي خاوري څخه وباسي، څو د امريکې د رايه ورکوونکو غوښتنو ته په جواب ويلو سره د هغو زړونه په لاس راوړي او رايي يې خپلي کړي.

درنو هيوادوالو !

اوس حالت داسي راغلی دی چي:

(الف) په افغانستان کي د واک شوقيان واک ته ځانونه رسول غواړي.

( ب ) د افغانستان ټول خلک د امريکايي پوځيانو هر څه ژر وتل او سوله او آرامي غواړي.

( ج ) امريکايي غټان او جنرالان دلته په جنګ کي خپلي ګټي ساتل او لټول غواړي
( د ) او ټرامپ او پلويان يې يو ځل بيا ځانونه پر واک پاته کېدل غواړي.

په دې کشمکش کي موږ ته د دې لپاره چي خپلو ملي او هيوادنيو هيلو ته ورسيږو څه په کار دي ؟

موږ ته په کار ده، بلکي اسلامي او ملي دنده مو ده چي ټول پام په ګران هيواد کي د سولي راتلو ته واړوو. اوس موږ ته زموږ د هيواد د خپلواکۍ د بيرته ګټلو لپاره ډېره ښه موقع په لاس راغلې ده. زموږ خير په دې کي دی چي زموږ له هيواده پردي پوځونه هر څه ژر ووزي.

اوس موږ ټولو افغانانو ته د اشغالګرو پوځونو د وتلو لپاره سوله غوڅ او قطعي لومړيتوب لري نه ولسمشريز انتخابات. سوله موږ ته يوه زښته زياته حياتي او ارزښتناکه موضوع ده. خو د ولسمشر ټاکل په راتلونکې کي هر وخت کېدای سي. که د سولي دا ښه او مناسب فرصت له لاسه ورکړو په هيواد کي به مو د پردو بل سوی اور همداسي بل پاته وي او موږ به بيا هم تر نامعلومي نېټې په بد بختيو کي لاس او پښې وهو. بل دا چي رښتيني سرتر سري انتخابات يا په بله لاره د هيواد د زعيم ټاکل هم په سوله کي لاښه کېدای سي. که سوله او امنيت نه وي ټاکني به ډېري نيمګړي وي او طبيعي ده چي د پردو د ګټوخوندي کوونکي به د پردو په حمايه او توطئه واک ته رسيږي چي دا به نو يوه فاجعه وي.

له بله پلوه الحمد لله موږ مسلمانان يو . موږ ته هغه کار ښه دی چي اسلام يې ښه بولي. د سولي د ښه والي او غوره والي په اړه خو د اسلام لارښووني واضح او څرګندي دي. څنګه چي اشغالګرو سولي ته تمايل ښوولی دی نو د قرآن کريم د لارښوونو له مخي موږ هم بايد سولي ته ورودانګو . لوی څښتن فرمايي: ﴿ وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ * وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ﴾ [الأنفال:62،61].

ژباړه: او (اى نبي ! صلی الله عليه وسلم) که دوى (دښمنان) سولي (او د جګړې پرېښوولو، مسالمت او روغي جوړي) ته هڅه (ميلان) وښيي، نو ته هم دې سولي ته تمايل وښيه (او دا خبره يې ومنه. ځکه ستا خو جګړه غرض او موخه نه ده، بلکي په جګړه سره ستا موخه د دوى د خطر او تېري دفع ده او ته تر دوى د سولي ډېر پلوى يې، خو هله چي په دې مسئله کي مصلحت وي). او پر الله باندي توکل (اعتماد) وکړه (خپله چاره لوى څښتن ته وسپاره او د دوى له چل وله مه وېرېږه). يقين دى چي هغه (د دوى) هره خبره اوري او په هر څه (د هغو په نيتونو او هر ډول چلونويې) پوه دى. او که هغوى (هغه کسان چي ستا سره د سولي تړون لاسليکوي په سوله سره) ستا د تېر ايستلو نيت او اراده ولري ، نو ستا لپاره الله بسنه کوي (لوى څښتن به د دوى د مکر او غولوني په وړاندي ستا بسنه وکړي). الله هغه ذات دى چي په خپله مرسته او مومنانو (مهاجرو او انصارو) سره يې ستا ملاتړ وکړ.

بل ځای فرمايي: ﴿ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴾ [الأنفال: 1].
ژباړه: له الله څخه ووېرېږئ (او معصيت او ګناه ته مه وردانګئ، د دغو شتمنيو پر سر شخړه پرېږدئ) او په خپلو منځو کي اړيکي سمي کړئ او سوله وکړئ او د الله او د هغه د پيغمبر اطاعت وکړئ، که په رشتيا مومنان ياست.

بل ځای فرمايي: (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴾ [الحجرات: 10].

ژباړه: حقيقت خو دادی چي ټول مسلمانان (په اسلام کي) سره وروڼه دي، نو (په اسلام کي ورور ګلوي د دې غوښتنه کوي چي تاسي) ای مسلمانانو د خپلو (نزاع کوونکو) وروڼو ترمنځ سوله وکړئ (او اړيکي او مناسبات يې ور سم کړئ). او له الله څخه (د هغه امرونو ته په غاړه ايښوولو او د هغه له منع کړی سوو چارو څخه په ډډه کولو سره) ووېرېږئ، هيله ده چي لورونه درباندي وسي.

اما د انتخاباتو په هکله اسلامي جيد عالمان وايي:

په انتخاباتو کې ګډون دوه حالته لري:

لومړی حالت:

که د حکومت نظام اسلامي وي او په خپلو قوانينو، احکامو او ادبياتو کې د لوی څښتن د حکم تابع وي او په نوماندانو کې د اهل حل او عقد شرعي صفتونه، لکه علم، عدالت،استقامت، ښه فکر او حکمت شتون ولري، په خلکو کې د اغېز او اعتبار څښتنان وي، د سياسي، اجتماعي او ديني چارو په اړه د تصميم نیولو وړتيا ولري، نو په دغسي حالت کې او په دغسي ټاکنو کې څه مانع نسته. د دغسي ټاکنو او هغو ټاکنو چي د راشده خلفاوو او امامانو په وختو کې کېدلې زيات توپير نسته.

بلکي په دغسي ټاکنو کې د هغه امانت خوندي کول او د هغه وړ کسانو ته سپارل دي چي لوی څښتن يې په اړه فرمايلي دي:

﴿ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا ﴾ [النساء:58].
ژباړه: (اى مسلمانانو!) الله حکم درته کوي چي (ټول) امانتونه (چي تاسي ته سپارل سوي دي او تاسي يې د امين په توکه غوره سوي ياست) د هغو مستحقينو(خاوندانو) ته وسپارئ.

او په انتخاباتو کې د علم او پوهي او ايمان د خاوندانو ټاکل او د چارو ورته سپارل هم امانت باله سي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«فإذا ضيعت الأمانة فانتظر الساعة» ، قال: كيف إضاعتها؟ قال: «إذا وسد الأمر إلى غير أهله فانتظر الساعة» بخاري، كتاب العلم ، باب من سئل علما وهو مشتغل في حديثه، فأتم الحديث ثم أجاب السائل، ۳۹ حديث.

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوه پوښتونکي په ځواب کي وويل: کله چي امانت د خلکو له خوا ضايع سي، نو د قيامت د راتلو انتظار وباسه. هغه ورته وويل: دا ضايع کېده به يې څنګه وي؟ پیغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: کله چې د چارو واګې نا اهلو کسانو ته وسپارل سي، نو د قيامت د ساعت د راتلو انتظار وباسه.

دوهم حالت:

که د حکومت نظام اسلامي نه وي، مثلاً دموکراسي وي (لکه چي اوس مهال په افغانستان کي دی) يا کمونيستی يا بل داسي وضع سوی نظام وي چي د اسلام منافي وي، نو په دغسي حالت کې اصل دادی چي په انتخاباتو کې ګډون ونه سي. ځکه د دغسي انتخاباتو او په هغو کې د ګډون له امله لوی مفاسد رامنځ ته کېږي. له دغو مفاسدو څخه ظالمانو ته تمايل او په مجلسونو کي يې حضور، د حق او باطل ګډوډول، د اسلام او مسلمانانو د لوړتابه د بيرغ نه پياوړتيا او له کفارو او طاغيانو څخه د مسلمانانو نه بېلول دي، په داسي حال کې چې لوی څښتن سبحانه له دې ټولو څخه منع فرمايلې ده، لکه چې فرمايي:

﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ (113)﴾ [هود:113].
ژباړه: او ظالمانو ته تمایل مه ښياست، که نه نو د دوږخ اور به مو(د دغه تمايل له امله)وسوځي او تاسي ته له الله پرته هيڅ (داسي) دوستان نسته (چي له دغه اوره مو وژغوري )او له بل هيڅ ځای څخه به مرسته در ونه رسيږي.

نو د پورته څرګندونو او د دغو سپېڅلو قرآني او نبوي لارښوونو له مخي په دغو اوسنيو انتخاباتو کي ګډون کول غير شرعي، حرام او سولي او زموږ هيوادنیو ګټو ته لوی تاون دی، ځکه نو زه ستاسو ټولو د يوه سپین ږيري خادم په حيث وايم چي همدا اوس زموږ ګټه هيواد ته په سوله راوستلو کي ده. کله چي زموږ له هيواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر سر توافق وسي او بيا د افغان منځو خبرو او جرګو مرکو له لاري هيواد ته د سولي، ورورۍ، آرامۍ او کار او زيار فضا راوګرځي په هغه صورت کي د هيواد د واقعي او د خلکو د خوښي مشر ټاکل او نور هر څه آسانه کيږي. ځکه نو زما هيله ستاسو څخه داده چي په دغو انتخاباتو کي د ګډون د حراموالي او تاوانونو په هکله له دولتي عالمانو څخه نه، بلکي له خپلو جيدو عالمانو څخه هم پوښتني وکړئ او بيا په انتخاباتو کي د نه ګډون په اړه خپل تصميم ونيسئ. لنډه دا چي که تاسي په دغو غير شرعي او د هيواد او سولي ضد انتخاباتو کي ګډون ونه کړئ د اسلام او هيواد په وړاندي به مو خپل مسؤوليت ادا کړی وي، سوله به مو له سبوتاژولو ژغورلې وي، د پردو غليمانو او کورنيو دښمنانو له ولکې به مو هيواد ساتلی وي او د خپلو ځانونو او اولادونو د نېکمرغۍ شرايط به مو هم برابر کړي وي.

وما علينا الا البلاغ المبين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sifatullah

آللہ دي اجر درکړى

احمد

كور دي ودان ښه ليكنه او ضروري مسائل بيان شوي دي

جميل

اللهُ تعالی دی د وخت پر ضياع او پر هر توری اجرونه درکړی .
دومره مو ښه بيان کړی چی د هرچا بايد سر په خلاص سی ، خو افسوس پر هغو چی ځان نه پوهوی ، په اصل کی الله تعالی نه غواړی چی هغوی پوه سی ، الله تعالی مونږته نبيان(ع) او صحيفی او کتابونه راوليږل چی مونږ پوه سو ، خو چی هغه پاک ذات ونغواړی د پوهلو څوک نسته .
الله تعالی دی ستاسو په نيکه ليکنه خلګوته ښوونه وکړی او اجرونه وګټی .
الله تعالی دی پر ايمان او پر عمر برکت در کښيږدی .

خادم منګل

ګران استاد همت صاحب تر ډیره راته ژوندی وی، الله د افغان ولس له سره مه کموه. دا لیکنه د هر افغان مسلمان د زړه خبری او غوښتنی دی. ټول ولس درسره موافق دی. ګران استاد که رانږدی وای په مبارکه ګیره او ټنډه می ښکولولی. الحمدلله څومره لوی لوی هستۍ لرو چی ولس ته د سمی لاری لارښوونه کوی. دا لیکنه او خبری باید هر نا خبره او با خبره افغان ته ورسیږی دا لیکنه باید د مقالی په ډول چاپ شی او په لوی اختر لمانځه کی په ټولو هیوادوالو وویشل شی یقین لرم چی دا لیکنه د… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x