
له لمره چارجېدونکی مبایل چمتو شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۸ل): چینایي شرکت «شیاومي» داسې مبایل چمتو کړی چې په اتومات ډول د لمر له وړانګو څخه چارجیږي.
لکه څرنګه چې په نني عصر کې ځيرک مبایل یوه اړتیا ګرځېدلې او شاوخوا هر کس ورته لاسرسی لري، همدغه راز ددې چارجول هم یوه ستره ستونزه جوړه شوې ده.
یادې ستونزې ته په کتلو د چین مشهور شرکت «شیاومي» داسې قدم پورته کړی چې د ډیرو مینوالو د پام وړ دی، دوی د مبایل شا خواته باډي کې د شمسي نظام نسب کړی چې مبایل په اتومات ډول د لمر له وړانګو څخه چارجوي.
دغه مبایل به د کامرو له لحاظه هم له نورو مختلف وي او لا څرګنده نه ده چې د سیلفي کامره به ولري که نه، خو د افشا شویو عکسونو څخه څرګندیږي چې شا خوا ته دوه کامرې ورکړل شوي دي.
دغه ډول د شیاومي شرکت لخوا دا هم نه ده څرګنده شوې چې دغه مبایل به کله د مینوالو پرمخ وړاندې شي خو پخوا یو شمېر مبایل شرکتونو ددغه ډول مبایل جوړولو هڅې کړې دي.
د یادونې ده چې د چین شیاومي شرکت تېره میاشت داسې مبایل چمتو کړی و چې بشپړ له سرو زرو جوړ شوی و، دغه مبایل به په نږدې راتلونکي کې وړاندې شي.