د پاکستان کرېکټ بورډ د ټولو روزونکو د لرې کولو پریکړه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ بورډ د اګست په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې بشپړ روزونکي به له دندې لرې کوي او په دې لړ کې به ورسره نوی تړون نه اوږدوي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د خبر سره سم د پاکستان کرېکټ بورډ پریکړه کړې چې مشر روزونکی مکي ارتر، د توپ اچونې روزونکی اظهر محمود، د توپوهنې روزونکی ګرینټ فلاور او فزیکي روزونکی ګرانټ لودین به له دندې لرې کړي.

وروسته له دې چې پاکستان لوبډلې په نړیوال جام کې ناسمه کارګردګي ترسره کړه او دویم پړاو ته له وتلو وړاندې له نړیوال جام څخه بهر شوه پاکستان کرېکټ بورډ غوښتل ټول روزونکي بدل او پرځای یې نور وټاکي.

په دې لړ کې د پاکستان کرېکټ بورډ غواړي د ملي لوبډلې مشر سرفراز احمد هم له لوبډلمشرۍ ګوښه او پرځای یې د بېلا بېلو فارمیټونو لپاره نوی لوبډلمشر وټاکي چې په دې لړ کې به هم په راتلونکي نږدې کې پریکړه وشي.

پاکستان لوبډلې د مکي ارتر تر روزنمشرۍ لاندې په ۲۰۱۷م کال کې د هند پر وړاندې پایلوبه کې بریا خپله کړې وه او د چمپنیز ټرافي اتلولي یې پخپل نوم کړې وه، خو له هغې وروسته یې لوبډله په بشپړ ډول ناکامه شوې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د