نړۍ

هند: د افغانستان سولې پروسې ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ زمری ۱۳۹۸ل): د هند د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ويلي، د افغانستان سولې لپاره يې د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد سره پر افغان سولې خبرې کړي دي.

هندي چارواکي وايي، له زلمي خلیلزاد سره د خبرو پر مهال يې هغه ته ډاډ ورکړی، چې نوی ډیلی د افغانستان سولې روانې پروسې ملاتړ کوي او په دې اړه يې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.

زلمي خلیلزاد هم د افغانستان سولې په اړه د هند فعاليتونه او رول ګټور بللي او ټينګار يې کړی، چې هند بايد په دې برخه کې همکاري وکړي.

د طالبانو او امریکا د اتم پړاو خبرو پر مهال زلمی خلیلزاد وړمه ورځ هند ته تللی او ويلي يې و، چې د افغانستان سولې په اړه د نړيوالې اجماع په راجلبولو کې د هند فعاليت او رول ګټور دی.

خلیلزاد تر دې وړاندې هم دوه ځله د افغانستان سولې په اړه د خبرو لپاره هند ته سفرونه کړي دي.

د هند پوځي او ملکي چارواکو د افغانستان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د  امريکا د روانو هڅو ملاتړ کړی دی.

څه موده وړاندې د  هند د پوځ لوی درستيز جنرال بپن راوت له طالبانو سره د امریکا مذاکرات د هند او سیمې د امنيت او ثبات په ګټه بللي وو.

جنرال بپن راوت ویلي و، چې امریکا او طالبان بايد له قید او شرط پرته يو بل سره مذاکرات وکړي، چې په پايله کې يې افغانستان ته دايمي سوله او امنيت راشي.

اوس د هند د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، چې باثباته افغانستان د هند په ګډون د  ټولې سيمې په ګټه دی او نوی ډيلی د افغانستان د سولې روانې پروسې ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x