واشنګټن پوسټ: د طالبانو له ګواښ سره به ټاکنيزه پروسه نوره هم کمرنګه شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ زمری ۱۳۹۸ل): د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، د طالبانو له ګواښونو وروسته به د ټاکنيزو هلو ځلو پروسه نوره هم کمرنګه شي.

ورځپاڼې ليکلي، چې د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې تر دې وړاندې هم دوه ځله ځنډول شوي، چې له امله يې د خلکو زړونه ساړه شوي او اوس، چې طالبانو پر ټاکنيزو غونډو د بريد ګواښ کړی، کېدای شي دا پروسه نوره هم پيکه او کمرنګه شي.

ګډ حکومت د طالبانو ګواښ بابيزه بللی او ټينګار يې کړی، چې د ميزان په شپږمه به ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي او د ټاکنو لپاره يې ټينګ امنيتي تدابير نيولي دي، خو واشنګټن پوسټ زياتوي، چې ډېری افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو ته سترګې پر لاره دي او فکر کوي، چې د دغو خبرو له لارې به افغانستان کې سوله او ثبات راشي او ټاکنې به وځنډيږي.

ګډ حکومت د طالبانو د ګواښ په غبرګون کې ويلي، د ټاکنو لپاره يې بشپړ امنيتي تدابير نيولي او ټينګار يې کړی، چې دا خلک به خپل زعيم د مستقيمو ولسي رايو له لارې ټاکي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د