یو برازیلي زنداني د خپلې لور په حلیه کې د تښتیدو کوښښ کړی – ویدیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ زمری ۱۳۹۸ل): د برازیل له یوه زندانه یو بندي د خپلې لور په شکل کې د تښتېدو ناکام کوښښ کړی دی.

د راپورونو له مخې د برازیل د بدمعاشانو مشهورې ډلې مشر کلاوینو ډی سلوا له یوې مودې راهیسې بندي و او څه موده وړاندې يې لور ملاقات ته ورغلې وه.

راپور زیاتوي چې د یاد بندي لور د ځان سره د انجونو جامې، جعلي ویښتان او د دې څهرې ته ورته ماسک راوړی و.

د پلان له مخې د یاد بندي لور باید زندان کې پاتې شوی وی او پلار به یې د لور په شکل کې د زندان څخه وتلی وای.

که څه هم هر څه د پلان سره سم وشول خو د دې هر څه سره سره د زندان ساتونکو نوموړی د هغه د اوتر بوتر تګ وروسته ودرولو او تر لږ تحقیق وروسته یې ونیولو.

پولیسو ویلي چې د یاد بندي ۱۹ کلنه لور یې هم نیولې او د پېښې په اړه تحقیقات  روان دي.

کلاوینو ډي سلوا د برازیل د «ریډکمانډ» ډلې غړی دی چې په دغه هیواد کې د نشيي توکو په خرڅلاو او نورو جرمونو باندې ککړ دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د