افغانستان

ذبیح الله مجاهد: په ښارونو کې په امنیتي ځالو بریدونه په کلیو کې د ترسره شویو جنایاتو بیه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ زمری ۱۳۹۸ل): د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د کابل نننی برید په کلیو او بانډو کې د حکومتي ځواکونو له لوري د ترسره شویو «جنایاتو» نغده بیه او غبرګون بولي.

مجاهد په خپل ټویټر د حکومتي ځواکونو کړنو ته په اشارې، هغوی تورنوي چې د طالبانو له لوري په لویو ښارونو کې د عملیاتو کمېدل یې خپله بریا او د طالبانو کمزوري بللې «کله چې زموږ مجاهدینو په لویو ښارونو کې د دښمن په ځالو عملیات کم کړل، دښمن هغه خپله بریا او د مجاهدینو کمزوري تلقي کړه،کله مو چې ورته وویل، په کلیو او بانډو کې په ملکي خلکو بمبارونه مه کوي او چاپې مه وهي، دوی فکر وکړ چې مجاهدین له دې عملیاتو ډير په تنګ دي، لا يې شدت ورکړ. نن چې په کابل کې د خپل ترسره کړي عمل حساب ورکوي، نارې وهي چې طالبان ولې لوی بریدونه کوي.»

د مجاهد په قول، د کابل د نني برید په ګډون په لویو ښارونو کې ترسره کېدونکې حملې په کلیو او بانډو کې د دولتي عسکرو له لوري د ترسره شویو جرمونو بیه ده «دا بریدونه ستاسو د ورځینو جنایاتو غبرګون دی، تاسو به اوس په کلي او اطرافو کې د هر ترسره کړي جنایت حساب په کابل او نورو ښارونو کې نغد ورکوي، په ښارونو کې به ستاسو ځالې له منځه وړل کیږي.»

د کابل ننی برید چې د جلب او جذب او شپږمې امنیتي حوزې په مرکز باندې ترسره شو د وروستیو معلوماتو له مخې، لسګونه تنه افسران او پولیس پکې مړه او ژوبل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
17 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
د غم له یوه ټغر څخه ولس جګ شوی نه وی چه بل په راشی،
ولس یو ولس دی ،څه په کلی ،او څه په ښار کی،غم یی هم یو غم.درد او احساسات یی هم یو دی،
خو د ولس دښمنان دوه دی،
دولت او طالیب.دواړه غبرګ ،سپین سترګی د ولس دښمنان دی،
چه ولس ته یی نوبت کړی.په خپل وار سره کله دولت او کله طالیب ولس د غم په ټغر کینوی،
اوسنی نوبت د طالیب وه،بل وار د دولت په ولس باندی راځی.ه###

عبدالله

وا ## چی هغوی دا ظلم کوی نو ته ولی ظلم کوی ؟

مجاهد

پشتین صاحب د اشغلګرو له وحشیانه اشغال او شتون او د غلامی اداری له تپلو د مظلوم اولس د پام اړولو او د خپلواکو له بلواکانو سره د برابرولو دنده او هڅی لری . خپلواکو او بلواکو ته سبین سترګی وایی مګر د شین سترګو یادونه هم نه کوی په ۴۰ کلو او یا په اخری ۱۸ کلو کی په میلونو افغانان چا ووژل ؟ د هر سړی ګوتی چه څه یی زړه وغواړی هغه لیکی ناخبره له دی چه په اوږو یی ملایکی ناستی الله ج د خلکو د نیتو څارنه کوی . دومره به درته ولیکم یو شاعر… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ په خیر، مجاهد ته، رسول الله(ص)فرماییلی دی،که چیری کعبه لوټی لوټی دړی وړی شی،بیا یی هم د الله ج په وړاندی ارزښت د یو بی ګناه مسلمان د یو څاکی وینی توییولو څخه کم دی. بیانزی صاحب، د اختر ښی شپی ورځی دی،طالیبان د دغه برید په ځای د دولت او امریکا سره په خبرو کی باید د تشد د په ځای په خبرو تمرکز کړی وای،او د دولت له امریکا څخه یی غوښتی وی چه کلیو او بانډو کی تشد د کم کړی،او طالیبانو د هم په بدل کی بریدونه کمولو اقدام کړی وای. اوس نو په دا… نور لوستل »

گل محمد نوری

کله چی په دی خاوره ۱۹ کاله یا ۲۲ کاله مخکی طالبانو حکومت کاوو ټول ولس کلی او ښار ورته مسلمان او مجاهد ښکاریده مګر کله چی د دوی د قدرت کمپله او شړی ټوله شو نو په ښار او کلی هر تعلیم یافت او کارمند ورته کافر ښکاری. که د تاسی په یاد وی تیر کال وړکی اختر کی یی اوربند وکړ مګر تر ننه پوری هیڅ رسانی پیدا نشوه چی په زغرده ترینه پوښتنه وکړی چی تاسو ته چا امر کړی وو چی له افغان دولت سره دری ورځی اوربند وکړی او بیا په همغه کال لوی اختر… نور لوستل »

عبد الله

هغوی ته چی نه یی منی:
ځینو پاکستاني سیاستوالو ویلي، داسې نه شي کېدای چې کابل دې امن وي خو په کشمیر کې دې اور بل وي. د دوی اشاره په قطر کې د افغانستاند سولې خبرو ته وه چې د پاکستان په مرسته طالبان له امریکایانو سره خبرو ته کښېنول شوي دي. کاپی
موژ وایو چی هم حکومت غلام دی هم طالب خو زینی سر نا خلاصه وایی یا.

پتنګ

دالر وهه خبرې کوه په طلوع نیوز تلوېزون کې کلکاني هم داستا خبرې کوي !!

عبدالله

پر چا تهمت ویل کبیره گناه ده،

غ.حضرت

مجاهد ساب!
زه ګومان نه کوم چی تاسی ته د افغانستان د مظلوم وولس ځورېدنه کوم خاص ارزښت ولری بناً خوشی پلمی مه تراشی.

جميل

واه طالب جانه هدفته دی ځان ورساوه او مقصد دی حاصله شو، په يوه بټن دی خپله وعده پوره کړه او د ښخيدو دی هم شی پرينښول . دا کومه مينه او محبت دی ستا د خپل خالق سره ، دا کومه هوا ، هوس او د نفس غوښتنه ده ، جنت الفردوس دی ځای شه مجاهد ملا جباره . زمونږ دی سترګی او زړونه را يخ کړل . په الله(ج) قسم که می پر دا ټولو خبيثو پيرزو شی ( جبر د تاريخ دی ) . که دا د امريکايانو روزل شوی خډل سپيان نوی په ډيره آسانی سره… نور لوستل »

اجمل

جمیله ډیر بد انسان یی: الله د پکی برابر کړه او یا دی د کورنی یوه کس پکی را ګیر کړه چی پته درته ولګی. د اختر شپی او ورځی دی خلګ بیوزله دی د هغوی د کورنو شیشی، کړکی او دروازی مو ورماتی کړی. ###. ستاسو او د حکومتی اربکیانو تر منڅ څه فرق دی هغوی هم خلګ وژنی او تاسی هم. بیا تاسو خو تعهد کړی وو چی په ښارونو کی انتحار نکوی ولی مو پدی ناوړه کار د څو پولیسو لپاره په سلګونو بیوزله خلګ د اختر په شپو او ورځو زخمیان او شهدان کړل؟ تاسی به… نور لوستل »

جميل

اجمله ! زه ډير خوښ يم چی تاسو غوندی د کفارو او د منافقينو د ملګرو له لوری ښکنځل کيږم .
چی په خوله درځی هغه وايه ، ستاسو د اخلاقو څخه ستاسی باداران هم ښه پيژندلای شو .
يوه ورځ مو هم د سرو کفارو بمباری او ظلمونه تقبيح نکړل ، ځانته به مسلمان او افغان هم واياست .

محم بلال

جمیل خانه
دومره درته وایمه که په دی ایت ایمان لری خدای ته تاسو ظالمین حه جواب ورکری
بای ذنب قتلت
دا مظلوم خلک چی دتا دباروته چی دی صلیبیانو دای اس ای په ملگرتیا داری کوی اودا مظلوم ملت په مظلومانه توگه په دیر بی رحمی اوشقاوت نه دک په شهدت رسوی خدای حه حواب ورکری
او دتاسی اعمال له پخوانه راهیسی چی دتوپک له خولی نه دخلک سره خبری کری یاست دتاسو او دصلبییان او دهغه نورکان په کوم حای کی ده هغوی هم دامظلوم ملت په شهادت رسوی او تاسی هم

جميل

بلال خانه ! چيری چی دی دا مبارک آيت لوستی او يا له چا نه دی اوريدلی ، د مبارک آيت د دی لپاره ندی راغلی چی د کفارو او منافقو سره په جهاد کی دی د هغو د قتل پوښتنه د مجاهد څخه وشی.
دا مبارک آيت د نجونو د ژوندی ښخيدو لپاره راغلی چی د مرتکبينو څخه به يی خامخا پوښتنه کيږی .
دا د سياف ، کشاف او د هغو د استاد(بيشرفه غنی) خبری ندی ، دا د الله(ج) کلام دی ، احتياط پکار دی.

غوربندي

په ښارونو کې که عمليات دقيق او مفيد نه وي مزيدې ستونزې زېږوي او د حالاتو د لاپېجلتيا سبب کيژي. موده مخکې مې د يوه ځوان د وژلو خبر تر سترګو شو،، د هماغه سيمې اړوند ملګري ته مې ددې ځوان عکس واستاوو،،، هغه سخت خپګان پرې څرکند کړ،، ورځ وروسته يې بيا راته پيغام واستاوو چې طرف باندې مې بيځايه زړه سوځېدلی وو،، او جوخت يې د ذبيح الله مجاهد ټويټ هم راواستاوو،،، هغوی پخپل خبر کې د امنيت افسر ياد کړی وو،، اوونی وروسته مې د يوه سپين ږيري ليرې خپلوان حاجي صاحب. سره وليدل،، له حالاتو يې… نور لوستل »

عبدالله

پر دالر خورو دی مرگ وی خو پر کالدارخورو دی هم مرگ وی،

غ.حضرت

دا پوښتنه ولی د چا سره نه پیدا کیږی؟
” که زموږ په ټولنه کی دومره پر دین او وطن او وولس مین! کسان یعنی طالبان موجود وه نو ولی تریاکی ظاهرشاه او سور سردار او مزدور خلقیان او پرچمیان او شعله یان او لبرالیسټان او نور ډمان زموږ په سرزمین کی په خونړیو ډانسونو بوخت او د تاریخ سټیج ئې په غولو ولړی”.
د خدای او ټولو موجوداتو ابدی لعنت دی نازل سی پر نړیوالو تورو او سرو استعمارګرانو د امریکا او انګریز او هندواڼو او د هغوی د مزدورانو په ګډون.

Back to top button
17
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x