نړۍ

پاکستان له هند سره سوداګرۍ ختمولو او سفارتي اړیکې محدودلو پریکړه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ زمری ۱۳۹۸ل): د پاکستان د امنیت شورا نن د هند له خوا د کشمیر نیمه‌خپلواکۍ د لغوه کولو په غبرګون کې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ ځنډولو او سفارتي اړیکو د محدودولو پریکړه کړې.

د پاکستان امنیت شورا د دفتر له خوا خپره شوې اعلامیه وايي چې د هند او پاکستان تر منځ به پر اړیکو له سره غور کوي او هم به هند له خوا پورته شوي ګامونه خلاف په ملګرو ملتونو کې خپل غږ پورته کړي.

همدا راز د پاکستان د ازادۍ ورځ به د کشمیري ولس سره د یووالي په ډول ولمانځل شي او د هند د ازادۍ ورځ به د تورې ورځ په توګه ولمانځل شي.

د یادونې وړ ده چې د هند حکومت تېره ورځ د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده لغوه کړه چې له مخې یې کشمیر ته ځانګړی حیثیت ورکول شوی و.
د ۳۷۰مې مادې له مخې کشمیر ته خودمختاري ورکړل شوې وه، دوی خپل اساسي قانون، بیرغ او د دفاع، بهرنیو چارو او ارتباطاتو پرته په ټولو چارو کې خپلواکي درلودله.

اوس د یادې مادې د لغوه کیدو وروسته به د هند ټول اساسي قانون په کشمیر تطبیقیږي او ایالتي حکومت څخه به د دې واک واخیستل شي چې د اساسي قانون کومه ماده به په کشمیر تطبیقیږي.

البته د دغې مادې د لغوه کولو لپاره د کشمیر د ایالتي حکومت رضا په کار ده چې نه ده اخیستل شوې او د قانونپوهانو په باور د هند د حکومت دغه اقدام غیرقانوني دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x