
خلیلزاد: د تشدد په راکمولو دې تمرکز وشي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ زمری ۱۳۹۸ل): د افغانستان دسولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» کابل کې په امنیتي مرکزونو باندې د طالبانو برید غندلی او د کړکېچ او تشدد د راکمولو هیله یې کړې.
زلمي خلیلزاد په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « بې توپیره بریدونه او په لوی لاس د ولسي وګړو مرګ ژوبله کله هم د منلو نه دي، موږ په کابل کې د طالبانو نني بریدونه چې د ولسي وګړو په ګډون یې تر ۱۴۵ ډېرو تنو ته مرګ ژوبله واړوله غندو».
نوموړی وړاندې زیاتوي « دا مهال چې د سیاسي لارې د رغولو او یوه دایمي اوربند د رامنځته کېدلو په موخه موږ د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته نږدې شوي یو باید د تشدد او کړکېچ په سمدستي راکمولو باندې غور او تمرکز وشي».
Indiscriminate attacks and intentional Injury to civilians are never warranted. We condemn the attack today in Kabul for which the Taliban claimed responsibility, and in which scores were killed and reportedly more than 145 injured, including many civilians.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 7, 2019
خلیلزاد داسې وخت له طالبانو د حملو د کمولو هیله کوي، چې دې ډلې نن د کابل په زړه کې د شپږې امنیتي حوزې او جلب او جذب مرکزونه د موټر بم برید په مټ له خاورو سره برابر کړل او ګڼو امنیتي چارواکو او عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر ولیکل، دا ډول بریدونه د هغو عسکرو لپاره چې په کلیو او بانډو کې «جنایتونه» کوي نغد حساب او غبرګون دی.
د طالبانو د ویاند له قوله، دوی په لوی لاس په ښارونو کې بریدونه را کم کړي وو؛ خو حکومت دا ددوی کمزوري وبلله او په کلیو او بانډو کې یې شپنیو چاپو ته زور ورکړ.
زما ښاغلي خليلزاد ته وړانديز دی تر څو له خپل لوري يواړخيز اوربند اعلان او پلی کړي،،، طالبان که هر څو هم د امريکايانو په حضور کې شرعا د اوربند اجازه نلري خو عملا به د دوی بريدونه او عمليات په مراتبو کم او د نشت په حساب شي.
په دې هيله چې دا اختر د وينو پر ځای له مينو سره مل ولمانځو،، ان شاءالله تعالی
څټلی ته دی خپل کار کوه ، آمر دی پمپيو ويل چی ماته امر سوی چی بايد عسکر راوباسم کنه وظيفه می په خطر کی ده ، نو که هغه په خطر کی سو ته خو بيخی په هوا يی ، ژر کار خلاصوه ، ټرمپ وارخطا دی ، ته هغه ليونی سم نه پيژنی ، صبا به دی د خوب په کټ کی په يوه ټويت کی ناکامه اعلان کړی .
د ټولو په ګټه ده چی هر څومره ژر چی کيږی خپلی منحوسی پښی زمونږ د ګران هيواده وباسی .
خلیلزاده! دغه د جنګونو، وژنو قتلونو بمبارونو چاپو بنسټګره څوک ده؟ امریکا ده.
خلیلزاده! ولی د اصلی مسالی نه مخ بل طرف اړوی؟
خلیلزاده! که رښتیا تلپاتی سوله غواړی ولی د جنګ بنسټګر اشعالګرو د ویستلو خبره نه کوی؟
ایا ته اوس هم د افغان ولس نه د غلامۍ طمعه لری؟
ولی کله یو غر ته ښیږی او که کله بل ته؛ په دی منافقت دوران کی د افغان ولس تباه او برباد کړ؟
د ګران افغانستان د هری پیښی بدبحتۍ مسوله امریکا اشعالګره دی.