غزل؛ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

دې هغه رازونه ټول واړه نیمګړي
نه موجود ؤ، نه ژوندي ؤ او نه مړي

موږ کرلي څو پېړۍ وړاندي تخمونه
را شنه شوي مې په زړه کې هغه زړي

د اعجاز امسا مې لاس کې راسره ده
ستا د سحر یې پړ کړې اوږده پړي

له هیبته د مئینو زړو درزا ته
به لړزیږي د انسان د بدن غړي

د شپیلۍ سیلۍ به رام کړي یاغي زړونه
له تنو به یې مغرور سرونه رغړي

کائناتو یې دی رنګ له ښکلا وړی
د ثاقب حواس یې ټول ورسره وړي

ثاقب خپلواک

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د