افغانستان

د کابل امریکايي پوهنتون له طالبانو د خپلو دوو تنو ښوونکو د خلاصون غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری ۱۳۹۸ل): د  افغانستان په پلازمېنه کې د امریکایي ادارو له بودیجې تمویلیېدونکی د «افغانستان امریکايي پوهنتون» له طالبانو غوښتني څو د یادې ادارې دوه تنه نیول شوي ښوونکي خلاص کړي.

د افغانستان د امریکایي پوهنتون له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي، درې کاله وړاندې په همدې ورځ زموږ د پوهنتون دوه تنه پروفیسران «کېون کېنج» او «تیموتي» د طالبانو له لوري ونیول شو، له کومې ورځې چې یاد دوه تنه ښوونکي نیول شوي د امریکایي پوهنتون اداره، ښوونکي او زده کوونکي د هغوی د خلاصون هیله لري چې تمه ده طالبان یې ومني.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « دوی دواړه له خپلو هیوادونو څخه په دې تمه افغانستان ته راغلي وو، څو افغانانو ته ښوونه وکړي او د هغو افغان ځوانانو په روزنه کې مرستندوی شي څوک چې د یو ښه ژوند او راتلونکې د جوړولو په موخه دوی ته راتلل.»

په  پای کې د پوهنتون ادارې هیله ښودلې، چې ښوونکي دې په هیڅ ډول شخړو کې هدف نه ګرځول کېږي او یاد دوه تنه ښوونکي چې پرته له کوم «څرګند هدف» څخه د طالبانو په بند کې دي باید زر تر زره خوشي شي.

کېون کېنج او تیموتي چې د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې یې دنده درلوده، درې کاله وړاندې د اګست په ۷ نېټه د کابل په زړه کې د طالبانو له لوري ونیول شول.

څه موده وړاندې داسې اوازې وي، چې ښايي طالبان یاد دوه تنه له خپلو بندیانو سره تبادله کړي، ددې څرګندونو په تعقیب عمران خان واشنګټن ته د خپل سفر په مهال له امریکايي چارواکو سره ژمنه وکړه، د یادو د وو تنو پروفیسرانو په خوشي کولو کې به خپلې هڅې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x