
یوناما: طالبان دې د رایه ورکوونکو امنیت وساتي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره «یوناما» وايي، طالبان دې په ټاکنیزه پروسه کې برخه اخستونکي او رایه ورکوونکي په نظامي اهدافو کې نه شاملوي او د هغوی امنیت دې وساتي.
د یوناما له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي « ملګري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ټاکنیزې پروسې د ګډونوالو په نښه کولو اندېښمن کړي، د نړیوالو بشري قوانینو له مخه د رایې ورکول د هر ملت مسلم حق دی او هر کاندید، رایه ورکوونکی او په دې برخه پورې تړلی کارمند حق لري له وېرې پرته خپله دنده مخ په وړاندې بوزي».
خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « ملګري ملتونه له طالبانو غواړي څو د ولسي وګړو او رایه ورکوونکو هر اړخیز امنیت ته پام وساتي او رایه ورکول د هغوی بنسټیز حق وپېژني».
یوناما په پای کې په ټاکنیزو محلونو باندې هر ډول برید وار له مخه تشدد او عامه وژنه بللې.
ملګري ملتونه وروسته له هغه د رایه ورکوونکو د امنیت او خوندیتوب هیله کوي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د یوې اعلامیې له لارې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د سولې د سبوتاژ هڅې ونومولې او له خلګو یې وغوښتل چې د خپل امنیت په خاطر دې کمپایني غونډو او د رایه ورکولو محلونو ته نه ورزي.