
ناټو: خلګ دې په یاد ولري چې موږ ولې افغانستان ته تللي وو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ينس سټولټنبرګ» وایي، دوی دلته د تروریزم د ځالو له منځه وړلو ته راغلي وو او خلګ دا باید په یاد ولري.
ینس چې د اسټرالیا په سیډني ښار کې یې خبرې کولې وویل « موږ افغانستان ته ددې لپاره ولاړو څو د تروریزم ځالې له منځه یوسو، هلته زموږ د تګ یوازېنی هدف دا وو څو افغانستان بیا ځلې د ترورستانو لپاره په یوه خوندي سنګر بدل نه شي او خلګ باید دا خبره په یاد ولري چې موږ ولې هلته دا ماموریت پیل کړ».
ینس زیاته کړه « اوس موږ په افغانستان کې سولې ته نږدې شوې یو؛ خو دا ویل کېدای نشي چې د سولې هوکړه لیک به کله لاسلیک کېږي ځکه مذاکرات سخت دي».
ینس اسټرالیا ته داسې مهال ځي، چې دې هیواد ۳۰۰ تازه دمي سرتېري افغانستان ته رالېږلي.
او تہ بیا پہ یاد ولرہ چی تاسو افغانستان تہ راغلی یاست
تاسو لیونیان واست ، مازغه مو په ځای کې نه ول ، په خپل زور او ټکنالوژی غره واست ، تاسو انسانیت واژه ، تاسو انسانیت ته د حیوان ژوند هم نه ورکاوو ، بلکل تاسو په خپل غرور پوره خطا واست . اتلس کاله مو طالب شازلمیو ستاسو مازغه ځکه ځای ته دروستل ، چې هغوی آن له ډیره مجبوریته خپل ځانونه درباندي چودل ، ایله مو عقل کار وکړ ، له نشې را بهر سواست ، دا دی ، اوس له هغه عاجز طالب سره په پړاونو پړاونو خبرو ته ناست یاست ، څوک چې مو په کلونو… نور لوستل »
ناتو او امریکا دی د سپټمبر لویه نړیواله فاجعه را په یاد کړی چه د چا له خوا او څه د پاره جوړه شوه چه څه کم دری زره بی ګناه امریکایان پکی ناخبره د نظم نوین جهانی د نړیوال حکومت تاسیسولو دپاره قربانی شول. هغه به پریږدو [ چه دوه سل پوړی تاورونه پری د الوتکو په شان میزایلو په ډیر دقت وویشتل شول هغه تاورونه چه دیوالو کی یی مخکی له مخکی داسی انقلاقیه مواد ځای په ځای شوی وو چه د اوسپنو یو یا دوه فټه پیړ بیمونه هم سمدلاسه ویلی کوی ] حیرانونکی او د خندا… نور لوستل »