افغانستان

ولسمشریزو ټاکنو ته ۴۸ ورځې پاتې خو د رایو ورکوونکو فهرستونه لا هم نه دي نهايي شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې ولسمشریزو ټاکنو ته ۴۸ ورځې پاتې دي د رای ورکوونکو فهرستونه لا نه دي نهايي شوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د جعلي تذکرو د تفکیک کار د مرکزي سستم څخه سرته رسیدلی او د رای ورکوونکو فهرستونه به هم زر نهايي شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ په وینا د مرکزي سستم څخه د جعلي تذکرو د حذفولو کار سرته رسیدلی او ډیر زر به لستونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویبپاڼې ته پورته شي.

ننګ زیاته کړې چې د احصايي ملي ادارې تر دې دمه ۲۷زره جعلي تذکرې پېژندلي او د رای ورکوونکو د لست څخه حذف شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د مرکزي سستم څخه د جعلي تذکرو د حذفولو خبر ورکوي چې د انتخاباتي تقویم له مخې د رای ورکوونکو فهرست باید د چنګاښ په ۲۸مه نهايي او اعلان شوی وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر وخت د نهايي لستونو د نه خپرېدو مسوولیت د احصايي پر ملي ادارې اچولی او په وینا يې یادې ادارې پر خپل وخت کارونه سرته نه دي رسولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x