افغانستان او پاکستان د «ترجیحي سوداګرۍ هوکړه لیک» نهايي کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری ۱۳۹۸ل): افغانستان او پاکستان په پام کې لري چې د دوه اړخیزه سوداګرۍ د زیاتولو په موخه ترجیحي سوداګرۍ هوکړه لیک لاسلیک کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ، صنایعو، نساجي، تولید او پانګونې په برخه د لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داوود ویلي چې په لومړۍ مرحله کې به دواړه لوري د تعرفو لستونه یو بل سره شریک کړي او را روانه میاشت کې به بیا تخنیکي کميټې ناستې وکړي.

هغه وویل چې افغانستان او پاکستان دواړه دې ته اړتیا لري چې د شته فرصتونو څخه استفاده وکړي او سوداګري نوره هم زیاته کړي.

د لومړي وزیر د سلاکار په وینا د افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل سره په ناسته کې يې د غلام خان لارې په خلاصولو هم خبرې کړي دي.

هغه وویل چې پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال دواړه لورو د دوه اړخیز ترانزیتي سوداګرۍ په اړه خبرې اترې وکړي او هم يې پر دې موافقه وکړه چې دوه اړخیزه سوداګري به زیاتوي.

عبدالرزاق داوود په  روانه میاشت کې کابل ته د سفر خبر هم ورکړ او وینا یې هلته به د سوداګرۍ او اقتصادي ستونزو په اړه ځینې مسایل نهايي کړي.

ترجیحي سوداګرۍ هوکړه لیک له مخې دوه یا تر دوو زیات هیوادونه په خپلو منځونو کې په مشخصو توکو خپلې تعرفې ښکته کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د