طالب مشر خپلو جنګیالیو ته د ولسي وګړو د خوندیتوب او هوساینې امر کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری ۱۳۹۸ل): د طالبانو مشر « شیخ هبت الله اخندزاده» له خپلو جنګیالیو غوښتي څو د ولسي وګړو د هر اړخیز امنیت ، خوندیتوب او د ولس هوساینې ته ځانګړی پام وکړي او د هغوی د خوښ ساتلو په موخه ټول لازم  اقدامات ترسره کړي.

طالب مشر په خپل اختریز پیغام کې ولس ته د اختر د مبارکي تر څنګ خپلو جنګیالیو ته د ولس د خوندیتوب او امنیت امر کړی او هغوی ته یې توصیه کړې څو د شهیدانو او معلولینو په کورنیو پوښتنه وکړي او د هغوی د خوښۍ لپاره دې له هیڅ لازم اقدام مخه نه اړوي.

هبت الله اخندزاده ولس ته په خطاب کې د امریکا او حکومت له لوري د ړندو بمباریو او چاپو زیاتول د هغوی ماته ګڼي او په خبره یې، هغوی په ځمکه باندې د جګړې هر ډول ابتکار له لاسه ورکړی او یوازې له فضا څخه بمباري ور پاتې ده .

نوموړی د نظامي جګړې تر څنګ د سیاسي ډګر واګې هم په خپل لاس کې بولي او په خبره یې، په سیاسي ډګر کې ګڼ هیوادونه یې په خپل اعتماد کې اخستي « په سیاسي ډګر کې که له یوې خوا په نړیواله او منطقوي سطحه د اسلامي امارت سیاسي روابط پراخ شوي، د اسلامي امارت داعیه او پالیسي ورته تشریح شوې او دوه اړخیز اعتماد او تفاهم رامینځته شوی. په هیوادنۍ کچه هم اسلامي امارت د سولې او جوړ جاړي په موضوع کې د محور په رول کې را څرګند شوی، له سیاسي جهتونو او ګڼو سیاسي او مخورو شخصیتونو سره یې د راتلونکي په اړه رغنده پرمختګ کړی، دا خورا مهمه پرمختیا ده چې اوس د افغانستان سیاسي قشر مطلق اکثریت د اسلامي نظام د حاکمیت او بهرنیو اشغالګرو د وتلو په داعیه کې له اسلامي امارت سره همغږي دي او زموږ د دې اتلس کلنې برحقې داعیې ملاتړ کوي.»

طالب مشر د ملي شتمنیو ساتنه، د خیریه او بې غرضه مؤسسو امنیت او د ټولګټو پروژو ساتنه د خپلې پالیسي یوه برخه بولي.

شیخ په خپل دې پيغام کې یوه برخه د دولتي عسکرو په نامه نومولې، هغوی ته یې توصیه کړې څو د امریکایانو له صف را بېل شي « موږ ستاسو خیرخواهان یو، باور وکړئ چې په تاسو مو د دنیا او آخرت بدمرغي نه لوریږي. ستاسو سره زموږ د مخالفت لامل دا دی چې تاسو د اشغالګرو په صف کې ولاړ یاست، موږ د زرګونو بندي عسکرو په خوشي کولو سره ثابته کړې چې که تاسو د پردیو لپاره له جګړې او خدمت نه لاس واخلئ زموږ وروڼه یاست، تاسې چې د وطن د دفاع په نوم له اشغال ګرو سره په څنګ کې ولاړیاست او له خپلو هیواد والو سره په جنګ یاست نو وطن له چا څخه ساتئ؟»

نوموړی امریکایانو ته هم پیغام لري، ده د امریکایانو اتلس کلنې ناکامۍ هغوی ته ورپېغور کړې او تر څنګ یې ترې غوښتي څو د مذاکرې پروسه په رښتیني ډول مخ په وړاندې بوزي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محم بلال
میلمه
محم بلال

تول درواغ وایی داامر اصلا دطالبانو په قاموس که نشته وهه وژنه ذبح کری ترور کره انجار ورکری اوددی پروا مه کری چی حوک گنهکار دی او حوک بیگناه یو سره حومره خلک چی په شارونو کی ژوند کوی او دولتی ادارو کی کار کوی تول مباح الدم دی مرگ یی روا دی او دامر اصلا په دیر خاطر شوی دی چی نور مزید وینه تویی کری ترسو خلک ددار اورعب نه خپل ایمان او لمانحه دپاره جومات هم لار نشی او دصلیبیانو پلان ددوی په واسطه عمل شی چی دخلک او دمسجد (جومات)اریکی یه کلی توگه ختم شی

اجمل
میلمه
اجمل

دا پرون طالبانو ۱۴ ملکیان په کابل ووژل او ۱۴۵ نور یی ټپیان کړل. هغوی د پاکستان په امر سره د کشمیر قصد له کابله اخلی. #######

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړپه خیر،
طالیب او دولت چارواکیو خپلو جنګیالیو ته دا امر کړی چه.
فقط د اختر په ورځو کی ولس لږ ارام ته پریږدی ،او دا اختر څخه ورسته یو ځل بیا د غنمو په شان لوو په ګډ کړی.نو شاعر وایی چه.سندره.
لوو دی د ولسی خلکو یاره………….لوو دی ولسی خلکو یاره
کاکری راواچوه ………………..کلداری او ډالر راغلی دینه .
……………لوو ګډ د مسلمانو ……………..لووګډ