د افغانستان او بنګلديش ترمنځ ټيسټ لوبه او د زمبابوې په شمول د درې اړخيزه سيريز مهالويش په ډاګه شو

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړيوالې شورا د افغانستان، بنګلديش او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د شل اوريزو سياليو درې اړخيزه سيريز لپاره بېرته زمبابوې لوبډله شامله کړه‌.

له دې وړاندې په جولايي مياشت کې د کرېکټ نړيوالې شورا د زمبابوې کرېکټ بورډ د بشپړ غړيتوب لغوه کېدو پريکړه کړې وه او پر دوی يې بشپړ مالي بوديجه ځنډولې وه چې له کبله يې په ستمبر مياشت کې له کېدونکي درې اړخيزه سيريز څخه هم بهر شوې وه خو د ياد بنديز سربېره به نړيوالو سياليو ته دوام ورکوي.

اوس د کرېکټ نړيوالې شورا د افغانستان او بنګلديش لوبډلو ترمنځ د يوازينۍ ټيسټ سيالۍ او د ياد درې اړخيزه سيريز مهالويش په ډاګه کړ چې په کې زمبابوې لوبډله هم شامله ده.

افغان لوبډله به د اګست په ۳۰مه نېټه بنګلديش ته سفر کوي چې له ټيسټ سيالۍ وړاندې به دوه ورځنۍ تمريناتي سيالۍ کوي او له هغې وروسته به له ۵مې تر ۹مې نيټې د بنګلديش پر وړاندې يوازينۍ ټيسټ لوبه ترسره کوي.

د درې اړخيزه سيريز سيالۍ به د ستمبر مياشتې په ۱۳مه نېټه پېل کيږي او پايلوبه به د همدغې مياشتې په ۲۶مه نېټه ترسره کيږي.

زمبابوې لوبډله به د ياد سيريز لپاره د ستمبر مياشتې په ۸مه نېټه بنګلديش ته سفر کوي او د سيريز پېل کېدو څخه وړاندې به دوه تمريناتي سيالۍ ترسره کوي.

درې اړخيزه سيريز به د ستمبر مياشتې په ۱۳مه نېټه د زمبابوې او بنګلديش لوبډلو ترمنځ سيالۍ څخه پېل شي، په دې کې به هره لوبډله ۴-۴ سيالۍ ترسره کوي، افغان لوبډله به خپله لومړۍ سيالۍ د زمبابوې پر وړاندې په ۱۴م ستمبر ترسره کوي چې په پای کې به د دوه مخکښ لوبډلو ترمنځ پايلوبه ترسره کيږي.

د يادونې ده چې د جولايي مياشتې په ۱۸مه نېټه د کرېکټ نړيوالې شورا د زمبابوې کرېکټ لوبډلې بشپړ غړيتوب ځنډولی و او پر دوی يې د بشپړ مالي بوديجې بنديز پريکړه کړې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د