افغانستان

د سلام مخابراتي شرکت رییس ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری ۱۳۹۸ل): د سلام مخابراتي شرکت رییس « محمد قاسم تاج» د کابل ولایت د پنځمي امنیتي حوزې په حدودو کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې وژل شوی.

د کابل د پولیسو ویاند «فردوس فرامرز» وايي، نن سهار اته نیمي بجې د کابل ولایت د پنځمې امنیتي حوزې په حدودو کې د سلام مخابراتي شرکت د رییس په موټر چاودنه شوې، چې په پایله کې یې قاسم تاج لومړی زخمي او وروسته یې په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د فرامرز په خبره، پولیس د پېښې د عاملینو پلټنه کوي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د پېښې مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

مسولیت خبره نده واضحه خبره ده دا کارونه څوک کوي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x