افغانستان

ذبيح الله مجاهد خلیلزاد ته؛ تاسې ته يوازې په ښار کې بریدونه تشدد ښکاري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری ۱۳۹۸ل): د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کابل ښار کې د پوليسو پر مرکز د تېرې ورځې موټربم برید غندلو په اړه د زلمي خلیلزاد څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ په کابل ښار کې د پوليسو پر مرکز د طالبانو موټربم برید غندلی او ټينګار يې کړی و، چې بین الافغاني خبرو ته د رسېدو پر مهال بايد د تشدد پېښې کمې شي.

ذبيح الله مجاهد د خلیلزاد څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې دوی ته ولې يوازې هغه بریدونه تشدد ښکاري، چې ښاري سيمو کې پر امنيتي ځايونو کيږي او په کليو او بانډو کې د چاپو، بماريو او ملکيانو په مرګ ژوبله ځانونه ناګاره اچوي.

د ښاغلي مجاهد په وينا په کليو، بانډو او لرې پرتو سيمو کې پر ملکيانو د بمباريو، چاپو، بې پيلوټه الوتکو بریدونو او ړندو توغنديزو بریدونو په اړه خاموشي د توجيه وړ نه ده.

طالبانو تېره ورځ د کابل ښار شپږمې حوزې ګل سرخ څلور لارې ته څېرمه د پوليسو پر حوزه او د جلب و جذب پر مرکز موټر بم برید کړی و، چې له امله يې شل کسان وژل شوي او له سلو ډېر ټپيان وو.

طالبانو ويلي و، دا بريد يې په داسې ځای کې کړی، چې هلته ملکيانو ته د تګ راتګ اجازه نه وه او د ملکيانو د مرګ ژوبلې راپورونه يې رد کړي و.

خلیلزاد په داسې حال کې د کابل د تېرې ورځې برید غندنه کړې، چې له تېرې اوږدې مودې راهيسې د هېواد په ګڼو سيمو کې په شپنیزو چاپو، بمباريو او عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې، خو د خلیلزاد په ګډون ډېری چارواکي، خبريالان او د بشري ټولنو استازي په دې اړه غلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هغوی ته ښارو کی تشدد ځکه د اندیښنی وړ دی چه غلامان او بداران یی ټول په لویو ښارو کی د کانکریتی دیوالو دننه ځانونه پټ کړی دوی په اطرافو کی ځانونه دمجاهدینو له ګذارو ځانونه نه شی خوندی کولای او که هغه لویو ښارو کی هم د مجاهدینو بریدونه زیاتیږی او دوی یی مخه نه شی نیولی نو به شارو کی تشدد ورته حیاتی ارژشت او اهمیت لری . له بلی خوا دوی له مرګه تښتی زوند د دوی هدف دی د خلکو استثمار هم د خپل ژوند د ښه کولو او اوږدولو په نیت کوی یعنی مادیات او… نور لوستل »

محمد

واقیعت هم داسي ده
نحب الموت علي الحیاة

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x