افغانستان

طالب پلاوی د ازبکستان له چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي همکاریو په پراختیا غږېدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری ۱۳۹۸ل): له دوحې څخه ازبکستان ته د طالبانو تللي پلاوي هلته له رسېدو سره سم، د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر په ګډون له ګڼو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي.

دا پلاوی چې مشري یې د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رییس «ملا برادر اخند» کوي، د طالبانو ویاند يې د سفر په تړاو وایي «د محترم ملابرادر اخند په مشرۍ د اسلامي امارت استازي دازبکستان هیواد د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړ رتبه استازو سره وکتل. په دغو لیدنو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب، مثبتو اړیکو، متقابل درناوې او په سیاسي او اقتصادي برخو کې د همکاریو په دوام ټینګار وشو.»

طالبان داسې مهال ازبکستان ته په سفر ځي، چې له امریکايي لوري سره یې اتم پړاو مذاکرات توافق ته نږدې ښکاري او تمه ده دواړه لوري له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو سلا شي.

په ورته وخت کې ځينې سرچینې داسې خبر هم ورکوي، چې ښایي له امریکايي لوري سره تر توافق وروسته بین الافغاني مذاکرات په ازبکستان کې پیل شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خادم منګل

الحمدلله زمریان اتلان د ژوندی وی.

اجمل

هغه یو زمری بیا د پنجابیانو په جیل کی اته کاله په پنجره کی بنده وه.

اجمل

زما هم یو وخت عادت وه چی څادر می له ځان نشو لری کولای. اوس طالبان هم بدون له څادره امکان نلری چی چیری ولاړ شی. ## وایی: چی څادر راسره نوی فکر کوم چی ځان می لوڅ ده او خلک ټول ماته ګوری.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x