امريکا وځي!

لطف الله خیرخوا

د تېرو اوو پړاوونو په نسبت روان اتم پړاو ته ډېره هيله ښوول کيږي، چې د روانو مذاکراتو دوه لومړي او اساسي موضوعات به نهايي کړي؛ د امريکايانو وتل او د افغانستان له لوري د خطر نه پېښولو اطمينان. د خطر نه پېښولو په اړه به د امريکا په شمول د ټولو اطمينان له دې امله هم وي، چې داسې يو څه عملا ډېر ممکن نه بريښي. که احياناً په کومه واسطه لاس ورورسي، نو ټولو ته جوته ده، چې موږ د اوسني پراګماتيک سياست بازار کې هم لا د ژمنتيا لار نه ده پرېښې. يوازې قولي اطمينان هم هغوی خوندي کولی شي، مګر بل پلو د امريکا د وتلو موضوع يو تشويش دی او پر ژبه درېدل يې بل!

امريکا که وځي، څه ډول به وځي؟ مطلب دا نه دی، چې هوايي به وځي، که زمکني؟ دوی دې ووځي، که په خاپوړو وځي، هم سمه ده. مطلب دا چې يوازې عسکر به وځي؟ چې دې کې قرارداديان هم شامېلېدی شي، که استخبارات، مشاورين، موسسات او سفارتي عمله به يې هم وځي؟

که دې ته وکتل شي، چې د افغانستان موضوع راساً امريکايانو پورې تړلې، ټوله ستونزه همدوی جوړه کړې، چې په شرعي لحاظ د دوی «ولاء» د مسلحانه موضع‌ګيرۍ حکم ايجابوي؛ نو لازمه دا ده، چې د راتلونکي نظام تر قايمېدو او مستحکم کېدو پورې دې هېڅ ډول امريکايي هم افغانستان کې نه پاتې کيږي. د معاهدې اعلانېدو سره دې، ان د دوهم تابعيت امريکايي هم له افغانستانه ووځي.

تر هغه پورې، چې افغانستان د خپلواک نظام څښتن کيږي، د اسلامي نظام پر محورونو د مقابل لوري قناعت کيږي او دا نظام له نورې نړۍ سره خپلواکې او پر خپلو ګټو ولاړې اړيکې ټينګوي، تر هغې دې هېڅ ډول امريکايي الاصل او امريکايي الفرع افغانستان کې نه وي. دغه نظام به بيا وګوري، چې امريکا سره سفارتي تعلقات څه ډول فعال او پر مخ بوځي. امريکايانو سره د سفارتي اړيکو د فعالولو موضوع دې تر ټولو وروستۍ موضوع وي.

د امريکا د تعلقاتو موضوع به ډېره مهمه وي، خو د اسلامي نظام او يوموټي خپلواک افغانستان موضوع تر بلې هرې هغې مهمه ده. امريکا په سياسي تاريخ کې ډېر بد اخلاقه رول لرلی، خو د خپلو سياسي اخلاقو تاريخ کې تر ټولو بدترينه مرحله يې، دغه روانه هغه ده. موږ وليدل، چې امريکا څنګه د ايران معاهده تر پښو لاندې کړه. ترکيې او چين سره خو يې بد اخلاقي له هرې پولې اوړي.

وېره دا ده، چې امريکايان په بشپړ ډول يو وار افغانستان پرېنږدي، د روانو مذاکراتو نتايج به وخت پر وخت ټکني کيږي او د بې ژبېتوب له امله يې ان د محوې وېره يې شته. که امريکايانه نور هېڅ ونه کړي، خو اوسنۍ ادارې ته يوازې د سياسي ولاء په صله کې د ډاډ يو لوری شي، هم به جګړه د درېدو حکم ونه شي لرلی.

د تېر جهاد پر مهال چې روسانو د وتلو اعلان وکړ، عسکر ووتل، خو استخبارات، مشاورين او سفارتکار پاتې شول، پوره اووه کاله يې کمونست حکومت ته د ژوند کولو توان ورکړ. پای دا شو، چې کمونستان يې د مجاهدينو پر لوريو ووېشل، جګړه په طبعي ډول پر مخ لاړه. روسان پوهېدل، چې جهاد د دوی له مستقيم يرغله مخکې پيل شوی و، په خورا مهارت يې کمونستان په يوه او بل لوري کې خوندي کړل او پښې يې سپکې کړې. دغه دی، لا همغه بقايا د مسلمانانو پر ضد جنګيږي.
همغه صورت دی. دا جګړه د امريکا له راتګه مخکې د ملوک الطوايفۍ پر ضد روانه وه. په روانو جريانونو کې بايد د جګړې هغه عوامل او دغه عوامل ټول له منځه لرې شي. د جهادي لوري روان سياست ته، چې ګورو يو څه ډېر د زغم مظاهره کوي او ښه خبره ده، خو د زغم ساتلو لارې هم بايد وسنجول شي؛ يوه او اساسي لار يې د امريکايانو بشپړ وتل دي.

زموږ تمه دا ده، چې د امريکايانو د وتلو موضوع کې د دوی د هر ډول مداخلې صورتونه تفصيلا ياد شوي وي او په ډاګه شوې وي، چې د دغو صورتونو هر ډول برېښېدل به د معاهدې ماتول وي. مثلا د امريکايانو د وتلو له اعلان وروسته بايد د کابل ادارې هر ډول ملاتړ په تمامه معنا بند شي. پوځي ملاتړ (ډرون بريدونه، شپني عمليات)، په سياسي جريانونو کې مداخله او ان نظر ورکول هم په مطلق ډول بند شي، د موسساتو فعاليت، چې په دې کې هر ډول تعليمي، پرمختيايي، رفاهي او روزنيزې برخې شاملې دي، که نه د معاهدې د بندونو خلاف به وي.

که د امريکايانو وتل يوازې د رسمي عسکرو او قرارداديانو په وتلو تماميږي، دا د امريکا وتل نه دي، بلکې امريکا ته د ښې جګړې چانس ورکول دي. امريکا که يوازې عسکري وجود ونه لري، خو استخباراتي، موسساتي او سياسي وجود ولري؛ دا يې له عسکري هغه ډېر ګواښنده دی.

استعماري دولتونه هېڅ ځای کې اسلامي حرکتونو ته د زغم چانس نه ورکوي. په داسې موضوعاتو کې يې چېړي، چې بالاخره يې له زغمه ووځي. د نړۍ په هر ګوټ کې چې د مسلمان او ديموکرات د تعامل خبره مطرح ده، ويې ګورئ، چې ديموکراتان د زغم د دعوې امتحان کې مسلمان څومره کړوي؟

همدا روانو جريانونو کې تونس لومړۍ درجه، مصر دوهمه درجه او ترکيه درېيمه درجه درواخلئ او مطالعه يې کړئ. په دې برخه کې د ترکيې اوسنی تاريخ ډېر بېلګه نه دی، خو د ارواښاد نجم الدین اربکان تاريخ د دې مسايلو پراخ بابونه لري.

د معاصر سياست لوبغاړي په مطلق ډول پر دې اند دي، چې په سياست کې د اسلام دخل – لږ يا ډېر – په هېڅ ډول د دوی په خير نه دی؛ خو دا خبره نه کوي، بلکې د مسلطې سياسي فضا بهانې اړوي راړوي، چې ټوله نړۍ يو ډول سياسي جريان لري او اسلامي نظام په طبيعت کې دې نظامونو سره د تعامل پراخي نه لري. دا ده، چې دوی په هېڅ قيمت اسلامي نظامونو ته د واک فرصت نه ورکوي. که جهادي لوری غواړي په داخلي برخه کې له مقابلو جهتونو سره زغم وکړي، هغه عوامل دې قطع کړي، چې زغم تماموي او لومړی وبنسټيز عامل يې د داخلي جهتونو او امريکا موالات دی، چې بايد په تمامه معنا پرې شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په خیر په خیر،
لطف الله خیر ،خواه، ته.
په دا سره پوهیږو،چه امریکا ووځی.نو دا پرونی قتلونه.ډهماکی د څه لپاره؟نو د پرونی ډهماکه د کشمیر لپاره وه که څنګه؟.
څلویښت کاله جهاد افغانستان ،دفاع پاکستان لپاره د افغانانو کاکری ورغړیدی.
د پاکستان ایټم بم جوړ شو.
اوس به څو کاله د افغانانو کاکری رغړی ،چه کشمیر ازاد شی.؟

مجاهد
میلمه
مجاهد

ځیرخوا صاحب، الله دی اجرونه درکړی ښکلو ټکو ته دی دګوته نیولی مګر عنوان مو کشکی داسی لیکلی وی چه [[ امریکا ویستل کیږی ] که ووایو چه (( امریکا وځی )) دا معنی چه څه پسی امریکا راغلی وه هغه اهداف یی ترلاسه کړی او پیاوړی ګوډاګی رژیم تر شا پریږدی چه د امریکایانو پالیسی به هیواد او سیمه کی تعقیبوی او مظلوم اولس به د امریکا د پاره استثماروی یعنی له دی وروسته به امریکا فزیکی حضور ونه لری لکه د پاکستان په شان هر څه به ورته د کابل غلامه اداره ترسره کوی . که ووایو چه… نور لوستل »

دوکتور غروال
میلمه
دوکتور غروال

بلی د امریکا او پاکستان له خوا ډیره چټله ډرامه روانه دی ، دوی کوشش کوی چی دا خپل رنګا رنګ ټول تربیه شوی لاسپوڅی او غلامان ( چی دوی ټولو تربیه د امریکا جاسوس خلیلزاد تر رهبری او کنترول لاندی صورت میندلۍ دی) سره یو ځای کړی او امریکا د پاکستان په مرسته ددی وطن خرڅونکیو په وسیله دافغانستان با غروره ملت نه یوازی دائيمی غلام وګرزوی بلکه د افغانستان ټول معدنی مواد مفت تر لاسه کړی لکه دا ډول اقدام د لاتین امریکا سره شوۍ دی او دداسی مضر اقدام لپاره روسیی هم د خپلو غلامانو په وسیله… نور لوستل »

محمد
میلمه
محمد

غمی پښتین ته به څه کوي ډیرمه ویریږه کارنه په درلرو موږتاغوندي ###وته عفوه کوو

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پشتین صاحب سلامونه! زما او د هر چا په تبصرو کی ښه او بد ټکی وی، د [[ امریکایان ووځی ]] لیکنی په اړه باید تبصره او ارزونه شوی وی. د وتلو او نه وتلو په اړه یی دلایل ولیکی لوستونکی به پری قضاوت کوی د اسلامی اخلاقو، پوهی او منطق له مخی مفاهمه او مناظره هم وشی هم سمه ده یعنی د منلو وړ څه وی مونږ وخت ناوخت له موضع وځو د حقایقو په ځای تکراری او تخریبی جملی او شعارونه کاروو. هر استعمار د استعماری چارو د پرمخ وړلو پاره مستعمره هیواد کی لمړی غلامه اداره او… نور لوستل »