افغانستان

بهرنيو عسکرو پروان کې د تېلو ټانکر سوځولی او چلوونکی يې وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری ۱۳۹۸ل): بهرنيو عسکرو د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ کې د تېلو يو ټانکر سوځولی او موټر چلوونکی يې وژلی دی.

د بګرام ولسوالۍ امنيتي چارواکو د پېښې پخلی کړی دی.

د بګرام امنيه قومندان عبدالرقيب کوهستاي ويلي، دا پېښه تېره شپه د بګرام په پنج قلعه سيمه کې رامنځته شوې ده

امنيه قومندان زياته کړې، چې ټانکر چلوونکي غوښتل، د بهرنيو عسکرو له کتاره مخکې شي او د بهرنيانو له لوري د درېدو غږ ته يې پاملرنه نه ده کړې.

په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې بهرني عسکر د سړک پر غاړه د ملکي خلکو موټر په نښه کوي، بلکې له تېرو اتلسو کلونو دا ډول پېښې ډېرې رامنځته کيږي.

په عامه توګه کله، چې بهرني عسکر پر کومه لاره تېريږي، افغانانو ته اجازه نه ورکوي، چې د بهرنيانو له کتاره مخکې شي او يا يې هم څنګ ته ولاړ شي او که کوم افغان د ناټو عسکرو له کتاره د مخکې کېدو هڅه کوي، د هغوی له لوري پرې ډزې کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x