افغانستان

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې د ټاکنو په رانږدې کېدو امنيتي ګواښونو خلک اندېښمن کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری ۱۳۹۸ل): واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، په افغانستان کې ولسمشريزو ټاکنو ته يوه مياشت پاتې ده، خو عام افغانان دغو ټاکنو ته خوشبينه نه دي او د نورو ستونزو سربېره امنيتي ګواښونو خلک اندېښمن کړي دي.

ورځپاڼې ليکلي، د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين پر مهال په کابل ښار کې د طالبانو د تېرې ورځې خونړي برید د خلکو اندېښنه او پوښتنې نورې هم زياتې کړي دي.

د تېرې ورځې له چاودنې وروسته د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال خوشحال سعادت يوې خبري غونډې ته وويل، حکومت په هره کوڅه کې امنيتي ساتونکي نه شي ځای پر ځای کولی او زياته کړې يې وه، چې له داسې بریدونو د طالبانو موخه دا ده، چې ولس د حکومت پر ضد راپورته کړي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني او اجرائيه رييس عبدالله عبدالله د تېرې ورځې برید غندلی دی.

خو واشنګټن پوسټ ليکلي، د غندنو سربېره عام افغانان فکر کوي، چې حکومت د خلکو په ژغورلو کې پاتې راغلی دی.

طالبانو وړمه ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو د ولسمشريزې ټاکنې جعلي پروسه بللې وه او خلکو ته يې خبرداری ورکړی و، چې له ټاکنيزو غونډو لرې ګرځي.

طالبانو ګواښ کړی و، چې د ټاکنو په اړه جوړېدونکې غونډې به په نښه کړي او عام خلک بايد په دغو غونډو کې له ګډونه ډډه وکړي.

واشنګټن پوسټ ليکلي، د طالبانو د تېرې ورځې برید د دې ښکارندوی دی، چې دوی هر ځای وغواړي، هلته برید کولی شي او د عامو خلکو اندېښنه پر ځای بولي، چې حکومت يې په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د اندیښمنتیا اصطلاح د خلکو د وژنو د پاره کارول فکر نه کوم مناسبه وی. اندیښنه په عادی اموراتو او یا مالی خساراتو کی باید وویل شی کله چه د یو چا یو چیری د ژوند خطره وی او مونږ یی عملی وینو چه په لسګونه او سلګونه خلک وژل کیږی او زخمی کیږی دا اندیښنه نه بلکه تباهی ده. هو، د ناموس د پاره قربانی او وزنو ته خلک په لیوالتیاوو سره ورځی لکه د طالب مجاهدینو او استشهادیانو د شهادت لیوالتیا ، هغوی له مرګ نه ډاریږی مرګ له دوی ډاریږی هغوی د الله ج هغه مطمن النفسه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x