نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د سامسنګ شرکت یو له غوره مبایلونو څخه یې د نوټ سیریز دی چې هر کال ددې مبایل دوه نوې غوره بڼې وړاندې کوي، دغه ډول سامسنګ د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۷مه نېټه د نوټ سیریز دوه بڼې (نوټ ۱۰ او نوټ ۱۰ پلس) وړاندې کړل.
د سویلي کوریا مشهور شرکت سامسنګ د ګلیکسي مبایل دوه په زړه پورې مبایلونه د امریکا په نیویارک ښار کې د یوه نندارتون له لارې معرفي کړل، دغه مبایلونه به د اګست میاشتې په ۲۳مه نېټه بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.
سامسنګ د نوټ سیریز دوه بڼې چې لس او لس پلس دي وړاندې کړي، دا به لومړی وار وي چې سامسنګ د 5G ټکنالوژي څخه برخمن مبایل وړاندې کوي، دغه ځانګړتیا یوازې په نوټ ۱۰ پلس مبایل کې ورکړل شوې ده. ویل کیږي چې دغه مبایل تر دې مهاله د نړۍ تر ټولو پیاوړی او قوي مبایل دی.
ځانګړتیاوې:
سامسنګ Note 10 plus
دغه مبایل ۶.۸ انچه سکرین لري، د ۳۰۴۰+۱۰۴۰ OLED سکرین غوره ډیسپلی ورکړل شوې ده، په دې کې د مخې خوا ته د سکرین پرمنځ د ټاکي په شکل سیلفي کامره ورکړل شوې خو شاخوا ته یې څلور کامرې ځای پرځای شوي، چې ۱۶ میګا پېکسله اضافي پراخه زاویې، ۱۲میګا پېکسله د عکس غوره والي او فوکس او دریمه هم ۱۲ میګا پېکسله کامره ورکړل شوې ده. په دې کې د ویدیو هر ډول سمونه او رنګ بدلونه شونې ده، د هر سخت کار او ثقیل ګیم ترسره کولو وړتیا هم لري.
په دې مبایل کې د 7nm Exynos غوره «۹۸۲۵» پراسیسر ځای پرځای شوی او د ۱۲ جي بي ریم لري چې داخلي حافظه یې ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي ده، د چټک چارج کولو وړتیا لري او د ۴۵۰۰ ملي امپیره ستره بیترۍ لري، ددې مبایل چارجر کولای شي دغه مبایل په ۳۰ دقیقو کې بشپړ چارج کړي.
سامسنګ Note 10
دغه مبایل ۶.۳ انچه ډیسپلی لري چې ۲۲۸۰+۱۰۸۰ ریزولوشن لري، دغه مبایل هم د تېر په څېر پراسیسر، د سیلفي کامره او درې کامرې شاته لري، د ۸ جي بي ریم لرلو سره د ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي داخلې حافظه لري، په دې مبایل کې ۳۵۰۰ ملي امپیره بیترۍ ورکړل شوې ده.
د نوټ سیریز له نورو مبایلونو څخه یوه جالبه ځانګړتیا داده چې نوټ مبایل یو قلم (S Pen) لري، ددې په واسطه یې د ګوتې پرځای سکرین پر دې قلم کنترولیږي، په لومړي سر کې به له دې قلم څخه د لیکلو کار اخیستل کیده خو په یاد مبایل کې دغه قلم ته د ډیجیټل بڼه ورکول شوې، په دې سره مبایل کې هغه څه چې په ګوته یې ټچ سکرین کنترول کیږي پرته له دې چې د مبایل په سکرین یې ووهې ددې سره د نخلولو پرمهال کار ترې اخیستل کیږي.
همدا ډول په دې مبایلونو کې دا ځانګړتیا جالبه ده چې په دې کې اواز هم د کامرې په ډول زووم یا نږدې کیدی شي، دا لومړی وار دی چې په یوه ځیرک مبایل کې دې دغه ځانګړتیا موجوده وي، ددې سربېره د ګوتې کولپ یا فنګر پرنټ یې د سکرین پرمخ ورکړل شوی دی.
د نوټ ۱۰ او نوټ ۱۰ پلس مبایلونو بیه:
نوټ ۱۰ مبایل «۹۵۰» امریکایي ډالره چې شاوخوا (۷۴۲۷۸) افغانۍ، او نوټ ۱۰ پلس «۱۱۰۰» امریکایي ډالره چې (۸۶۰۰۶) افغانۍ کیږي- بیه لري، دغه بیه د پاکستانۍ کالدارې له (۱۸۴۵۶۳) او (۲۱۳۷۳۹) سره برابریږي.