شعـــــرونه

غزل، پيرمحمد کاروان

پيرمحمد کاروان

ستا د ځرځو زرغونو سترګو تفسیر دی
ته پاچا یې سمندر دې لوی سفیر دی

ډېر خوبونه مې لېدلي رانه هېر دي
ته مې ولېدلې دغه یې تعبیر دی

مریدانې مې نغمې نغمې د مینې
رنګین خیال مې بس مرشد پیران و پیر دی

ربه ته یې په ښادۍ باندې بدل کړې
موده کېږي د افغان پر وطن ویر دی

درمانګرو بلبلانو دم پرې چوف کړئ
بخت بیمار زما د جګو غرو کجیر دی

زمزمه شوه د حرم کوتره راغله
په پایزېب کې یې څه نوی بم و زیر دی

د پاچا د تاج غمي په کې پراته دي
زړه کچکول مې د ملنګ او د فقیر دی

توری توری یې مچۍ مچۍ د شاتو
د کاروان غزل ددې مچیو میر دی

۱۵ سرطان خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x