افغانستان

طالبان: د کشمیر مسئله په افغانستان پورې هیڅ اړه نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبانو په کشمیر کې د هند له لوري ځایي مسلمانانو ته د ستونزو پېښول د خواشینۍ وړ بللي؛ خو تر څنګ یې یاده کړې، چې د کشمیر موضوع د افغانستان له مسایلو سره هیڅ اړیکه نه لري.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکي «راپورونه خپریږي چې د هند هیواد لخوا د کشمیر اوسیدونکوته نیمه ورکړې آزادې تري اخیستل شوی او هغې سیمې ته پوځیان استول شوي، اضطراري حالت نافذ شوی او هلته میشت مسلمانان يې له ستونزو او ځورونو سره مخ کړي.اسلامي امارت په دې اړه خپله ژوره خواشیني ښيي، له هند او پاکستان دواړو څخه غواړي چې داسې ګامونه پورته نه کړي چې په سیمه کې د تشنج او مشکلاتو لپاره لار پرانیزي او د کشمیري ولس حقوق تلف کړي. موږ له جنګ جګړو څخه د ترخو تجربو په درلودلو سره په سیمه کې د آرام او د مسائلو په معقولو لارو د حل غوښتنه کوو.»

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «په ذیدخله هیوادونو، اسلامي کنفرانس، اسلامي هیوادونو، د ملګرو ملتو په سازمان او نورو با صلاحیته جهتونو غږ کوو چې په کشمیر کې د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره خپل رغنده رول ولوبوي، له خپل نفوذ څخه په استفاده دواړه خواوې دې ته وهڅوي چې د فتنو د خپریدو مخه ونیسي او پيښ مشکلات په سړه سینه او حوصله سره حل کاندي.»

طالبانو له دې سره، سره د کشمیر او افغانستان مسایل سره بېل بللي او په خبره یې، یاد دواړه مسایل سره غوټه کول د کشمیر شخړې ته هیڅ ګټه نشي رسولای «ورسره د ځينو جهتونو لخوا د کشمیر مسئلې ته د افغانستان په مسائلو پورې ربط ورکول، د وضعیت له ښه والي سره هیڅ مرسته نشي کولای، ځکه چي د افغانستان موضوع هیڅ ربط نه ورسره لري او نه باید  افغانستان د نورو هیوادونو د سیالۍ ډګر وګرځي.»

یاده دې وي، چې طالبان داسې مهال د کشمیر او افغانستان د مسایلو د ګډولو په وړاندې دریځ نیسي، چې درې ورځې وړاندې د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګوند او د اپوزیسون مشر «شهباز شریف» د پاکستان لومړی وزیر تورن کړ، چې له ټرمپ سره یې د کشمیر په موضوع معامله کړې، د شهباز شریف په خبره، دا هیڅ شونې نه ده چې کابل کې دې امن او کشمیر دې په وینو کې لامبي.

د شریف د څرګندونو په تعقیب د مسلم لیګ (ن) ګوند یو بل چارواکي چې تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم وو، د کشمیر مسله له افغانستان سره تړلې وبلله.

خواجه اصف په پارلمان کې د خپلو خبرو په مهال وویل « زموږ پالیسي دا وه چې کشمیر او افغانستان باید یو له بل سره تړلي وی؛ خو عمران خان له ټرمپ سره معامله وکړه او زموږ د کلونو خوارۍ یې په اوبو لاهو کړې».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خادم منګل

نر دریځ قربان مو شم له غیرت او میړانی.

Ahmed

ده اسلامی امارات
څخه مننه چی دا مسئله ئ ولس ته جوه ته کړه
پاکستانېان ‌‌‌‌‌ده باور خلګ نه دی
مونږ ټول باېد ده افغانستان ګټي په نظر کی وساتو
او ده افغانستان او خپل ملت لپاره کار وکړو
له کشمېرېانو سره نه پاکستان نه هند او نه چېن شه کړی
ټولو ازادی تری اخېستی ده

محمد

دهغومنافقینوبه اوس څه حال وي چي ویل ئي طالبان چپه خوله دي ولي خپل دریځ نه وایي
هی هی منافقینو

ترين

تعجبه ده ولا, طالب هره ورځ خپل هيوادوال په وينو کې لمبوي مګر هلته يې بيا د کشمير غم په سر اخيستي. ههههههه

عبدالله

یو خبری دی یو عمل دی، حتی ایمان لا یوازی په زره تصدیق او ژبه اقرار کامل ایمان نسی کیدای تر سو د دوارو صدق په عمل سره نه وی. فتوا، اوامر او پلانونه د هغه زای خخه دی نو بیا ربط سنگه نه لری. زما خپل کشمیری ملگری ویل چی کشمیر کی د افغانانو هدیری وجود چی په جنگ کی وزل کیزی او هم هلته یی خاورو ته سپارو.همدغه افغان دلته افغانستان کی او هلته کشمیر کی پاکستان د خپلو گتو لپاره جنگوی. دی کی هیخ شک او شبه نسته چی د طالبانو د مذاکرتو میزته په را کشولو… نور لوستل »

غمی.پښتین

په خیرونو په خیرونو،
د کشمیر مسله چه افغانستان پوری اړه نه لری؟نو ولی دا د سوله خبری اتومات ډول په ټپه ودریدی/؟
همیشه طالیب یو څه وایی عمل کی بل څه کوی،
اوس پاکستان نیابتی جګړه مارو ته سخت لری.
طالیب به وایی چه د کشمیر مسله په افغانستان پوری اړه نه لری،خو پاکستان طالیبان نه پریږدی ۱۸ کاله یی سرمایه ګزاری په کړی.مزی یی کړی،اوس به هغه پاکستان ته بیرته واپس کوی،

اجمل

د کشمیر مساله چی پر افغانستان اړه نلری بیا نو څه شوه ستاسی سوله موله؟ یو څو ورځی خو مو ښی مزی وکړې####. دوا کوی چی دا جنګ ختم نشی کنه نو په والله که داسو ته څو چوکیداری هم در کړي.

اجمل

الله دی د کشمیر موضوع هغه حد ته ورسوی چی یو بل سره اتومی بمونه استعمال کړی. کچیری خدای کول دا جنګ وشو طالبان به هم پکی ورک شی پاکستان به نیمایی د هند شی او په نیمایی نور که به یی د پښتون ژغورنی حکومت فعال شی انشاالله.

محمد

طالب ازاداومستقل دي ځکه زندان غوره ګڼي ترزلت نوځکه کبرجنه امیرکه نن دخبرواترومیدان ته راغله هغه وخت مي هم پیاددي چي کرزي اونوردامریکازامنوبه ویل طالب ورکه وم خورم یی

مجاهد

دجالین یا د دجال پلویان د الله ج د مطمن النفسه انسانانو پسی د دجال په قومانده د دجال دیکته شوی ګډی وډی وایی ، د طالب وینا او عمل یو څه ځکه دی چه هغوی د حق په لیار کی له الهی لارښودنو استفاده کوی او په صراط المستقیم روان دی. طالب مجاهدینو د تیر وخت د صحابه کرامو تاریخ یو ځل بیا راژوندی او د حال او راتلونکی وخت د پاره د دجال او دجال پلویان په مقابل کی د عیسی ع لښکر دی. طالب مجاهدین چه څومره د پاکستانی غلامو چارواکو له خوا لوی دجال ته سپارل… نور لوستل »

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x