نړۍ

د دریم کال لپاره هم قطریان د حج څخه منعه شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری ۱۳۹۸ل): په داسي وخت کې چې د نړۍ له کونج کونج څخه د حج فریضې د ادا کولو لپاره مسلمانان مکې مکرمې ته ورسیدل، د سعودي ګاونډي هیواد قطر اوسیدونکي د تیرو دوه کلونو په څیر سږ کال هم د حج څخه ګرځول شوي دي.

که څه هم سعودي وايي،دوی د هیڅ چا مخه نه ده نیولې چې حج وکړي، او قطریان کولای سي چې له خپل هیواده پرته له نورو لارو حج ته راسي، خو د قطر هیواد رسما دغه کړنلاره رد کړې ده.

قطر وايي، د ټولې نړۍ هیوادونه د خپلو حاجیانو د مشکلاتو د حل لپاره، د هغوی د نظم او ظبط لپاره او د هغوی د صحت وغیره خدمتونو لپاره ځانګړي نمایندګۍ لري، خو سعودي د قطر هیواد نمایندګي ته د اړیکو نه لرلو په وجه اجازه نه ورکوي.

همداسي د قطر هیواد یا نورو هیوادونو الوتکې نشي کولای چې د قطر او سعودي تر منځ مخامخ بېله توقفه پرواز وکړي او همداسي يې هغه ځمکنی سرحد تړلی چې پخوا به قطریان په بسونو او خپلو موټر کې د حج لپاره تګ راتګ باندي کوی.

بلخوا سعودي اعلان کړی چې قطریان له کویټ او عمان له لاري چی هر وخت وغواړي بغیر له ویزو راتلای شي، خو د قطر هیواد وایې چې دوی قطریانو ته دغه ویزې د هغوی د دولتي حق پر اساس نه ورکوي بلکې ددې لپاره چې په قطر کې د حکومت پر خلاف خلک راپورته کړي، سیاسي مخالفین قوي کړي او یا هغوی د حکومت پر ضد وهڅوي، نور هیڅ نه دي.

د یادونې وړ ده چې سعودي، امارات، بحرین او مصر هیواد په کال ۲۰۱۷ جون میاشتې کې پر قطر باندي د ځینو سیاسي اختلافونو له امله بندیزونه ولګول، ددغه هیواد ټولي ځمکنۍ، هوايي او سمندري لاري تړلو تر څنګ یې هر رنګه دیپلوماتیکې اړیکې ورسره پرې کړي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close