افغانستان

حنیف اتمر ټاکنیز کمپاینونه ودرول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او د سولې او اعتدال ټاکنیز ټکټ مشر «حنیف اتمر» د ټاکنو د روڼوالي په تړاو شک ښودلی او خپل ټاکنیز کمپاینونه یې درولي.

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم د مطبوعاتيی دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حکومت ته د مهلت ورکولو سره، سره لا  هم دوی ته د ټاکنو د شفافیت په تړاو ډاډ نه دی ورکړل شوی او نه یې هم غوښتنې منل شوې.

خبرپاڼه زیاتوي « په ټاکنو کې د حکومت د لاسوهنې له امله ټاکنیز بهیر خپل اعتبار له لاسه ورکړی او تر څنګ د ټاکنیزې پروسې د ګډونوالو امنیت بل هغه څه دي، چې حکومت یې د ډاډ ورکولو په برخه کې پاتې راغلی».

د سولې او اعتدال ټيم  سوله او ټاکنې په یو وخت مهمې بولې خو په خبره یې، روان وضعیت او د ټاکنو پر وړاندې ګواښونه او نا امني د سولې بهیر هم ګډوډولی شي.

یادې ډلې د پورته اندېښنو تر یادولو وروسته پریکړه کړې، چې خپل ټاکنیز کمپاینونه به دروي او په ټاکنو کې د ګډون او نه ګډون پریکړه به راتلونکو شرایطو ته په کتو کوي.

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم چې د اشرف غني د سیال ټیم په نظر ورته کتل کېدل، لومړی مرستیال یې محمد یونس قانوني او دوهم مرستیال یې محمد محقق ټاکل شوي وو.

څه موده وړاندې داسې ګنګوسې هم وې، چې د یاد ټاکنیز ټیم دننه د لومړي وزیر د چوکۍ په سر اختلافونه رامنځته شوي او ټیم د پاشل کېدلو له ګواښ سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ملحد او دوه اتشه کمونست او سکوریست اتمر تر ټولو لا ډیر خبیث دی د غنی او کرزی خبانو او غلامانو په شان بشریت کی له حیواناتو سره توپیر لری او بس یعنی انسان ویل ورته ګڼاه ده. تر پرونه د خبث او ملحد غنی سره په یوه اخور پرون د روسانو او نن د امریکایانو به اخور او ارداوه شخوند وهی. دا ټاکنی نه بلکه سپی جنګونه ده تر څو معلوم کړی چه په دی شرایطو کی کوم سپی ورته ښه شکار کوی، به دی سپی جنګونه کی ورته د ورته ببولابو جواز ورکړی شوی . زما په عقیده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x