
د پاکستان سفیر: د کشمیر شخړه د افغانستان په سوله هیڅ اغېز نه لري
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، د کشمیر مسئله د افغانستان په سوله هیڅ اغېز نه لري او په دې تړاو شوې څرګندونې بېځایه دي.
زاهد نصرالله چې په کابل کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل « د کشمیر شخړه د افغانستان په سوله هیڅ اغېز نه لري، په دې تړا شوې څرګندونې بېځایه دي، متاسفانه د کشمیر شخړه د سترو قربانیو سره، سره لا هم نه ده حل شوې».
د پاکستان سفیر وروسته له هغه د کشمیر او افغانستان مسایل سره بېل بولي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګوند او اپوزیسون مشر «شهباز شریف» د افغانستان او کشمیر مسئلې سره غوټه وبللې او څرګنده یې کړې، چې د کشمیر د شخړې او کړکېچ سره هممهاله په افغانستان کې سوله ورته د منلو نه ده.
تر شهباز شریف وروسته د مسلم لیګ (ن) ګوند یو بل چارواکي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر «خواجه اصف» هم ورته څرګندونې وکړې او تر څنګ یې د پاکستان لومړی وزیر تورن کړ چې د کشمیر په سر یې معامله کړې.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د کشمیر او افغانستان مسئلې سره بېلې دي او یو ځای کول یې هیڅ ګټه نه لري.