نړۍ

سعودي لیکوال: د نتنیاهو سره مینه لرم او اسرائیل مي لکه کور دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د سعودي هغه لیکوال چې څه موده وړاندي د اسرائیلي حکومت په میلمستیا بیت المقدس ته تللی او هلته د مسجد اقصی څخه د فلسطینيانو له لوري وشړل شو او پر مخ یې ور وتوکل شول، په یوه ورستۍ تلویزوني مرکه کې ویلي چې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره مینه لري او اسرائیل لکه خپل کور باندي ګران دی.

نوموړي چې د سعودي د پلازمینې ریاض څخه یې د اسرائیلي تلویزون سره مرکه کول، وویل چې اسرائیل ته د تګ پر مهال یې هیڅ د غربت احساس نه دی کړی، داسي یې انګیرله لکه په خپل کور کې چې وي.

د محمد سعود په نامه دغه لیکوال وړاندي وویل: د نتنیاهو څخه مننه کوم، او ورته وایم، زه ستا سره مینه لرم، زه د اسرائیل سره مینه لرم، زه غواړم چې اسرائیلیان راسي سعودي ته، زمونږ میلمانه سي، ما د نتنیاهو د زوی سره ولیدل، هغه مي خپل نیژدې ملګری بولم، مونږ د ډیرو مشترکو سیاستونو په اړه خبرې وکړي، مونږ د ایران په اړه د اسرائیل د سیاست په اړه او همداسي منځني ختیځ هیوادونو د سیاستونو په اړه خبرې وکړي.

نوموړي وویل د اسرائیلي خوراکونو خوراکونه یې ډېر خوښ دي، بل ځای به یې دومره خوراک نه وي کړی لکه څومره چې يې په اسرائیل کې وکړ، د اسرائیلي هنرمندانو سندري اوري.

د مسجد اقصی څخه د شړل کېدو د پيښې په اړه نوموړي وویل، فلسطینیانو ته په کار نه وه چې په یوه سیاسي موضوع کې یې د ماشومانو څخه استفاده وکړه، زه د سولې غوښتونکی یم، ما مسجد اقصی کی لمونځ کاوه، هر مسلمان هلته د عبادت حق لري.

نوموړي د اسرائیلي پارلمان او د بهرنیو چارو وزارت څخه مننه وکړه چې ده ته یې دعوت ورکړی وو.

د اسرائیلي تلویزون د خبر سره سم محمد سعود د سعودي چارواکو په علم او موافقې باندي اسرائیل ته تللی وو.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ازادو لیکوالانو او مدني فعالانو په نامه کسان ډیر شوي چې په ښکاره په خپلو لیکونو، ټولنیزو پاڼو او تلویزوني مرکو کې د اسرائیل په ملاتړ خبرې کوي او ټینګار کوي چې عربان باید د اسرائیلو سره د یوه ګاونډي هیواد په توګه اړیکې ټینګي کړي او نور د فلسطین موضوع ختمه کړي.

د کتونکو په باور دغه لیکوالان ټوله د سعودي حکومت له لوري هڅول کیږي چې دغه سي په بربنډه توګه د ایران سره د مخالفت تر نامه لاندي د اسرائیل ملاتړ وکړي، کنه نو څرنګه ممکنه ده چې د قطر سره د خواخوږۍ پر ټویټونو باندي او حتی مسلمانانو تر منځ د اخوت ټینګېدو پر دعا باندي مشهور داعي دکتور سلمان العوده بندي کیږي او تر اعدامه یې قضیه رسیږي، خو بل اړخ ته بیا مدني فعالان او لیکوالان په ښکاره د اسرائیل په ملاتړ څرګندوني کوي او ازاد ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا آل سعود خو د اوبو تر زګ هم بد شول ، دا خدای وهلی اسلام ته نور تاوانونه هم پيښوی ، پر دوی د کفارو په تيره بيا د يهودو سخت وهن پروت دی .
داسی ښکاری چی د دی ظالمانو د زوال شروع ده .
چی دا يهود څومره ښه بخت لری چی زمونږ ندی همسايه .

محمد

20کاله مخ کي زمامرشدراته وه ویل اهل سعودسعودیان ندي یهودخواوس ثابته سوه چي کټ مټ یهوددي

الحاج استاذ بیانزی

دا جه د سعودی بل کوم خبیث د محمد بن سلمان په شان اسراییل ستایی، اسراییلو ته ځی، او اسراییلو ته سجده کوی، نه کومه نوی خبره او نه د ځانګړی اندیښنی وړ ځکه نه ده. چه د سعود یهوده سلطنتی کورنی د یهودی انګریزانو له خوا دعربو دغه جزیرنما هیواد کی قدرتور ته ورسول شوه، په لږ مخکی یا وروسته وخت کی د عمان، یمن ، اماراتو ، قطر، بحرین، کویټ ، اردن ، عراق ، سوریی، مصر او داسی نورو عربی هیوادونه لمړی د اسلامی خلافت څخه جلا او بیا د اتګریزانو غلامی او د خوښی کورنی یی… نور لوستل »

پتنګ

تف لانت پر ستا فاسده او هغه دطالبانو خبره چې مکه او مدینه مو در څخه وړي او لري کړي وی او ستا سو فاسدینو دانګلیس شاګردانو ته مو په مخ در تف کړي وی نالت په سعودي چې داسلام په نوم تجارت کوي !

سیدزرغون شاه آغا

هرڅوک چی دهر چا مینه لری! الله(ج) دی د همهغه سره حشروکی.

اجمل

دا خو دومره د بحث موضوع نوه چی ټول پری تبصری وکړی. څه پروا لری پښتانه هم ټول د بنی اسرایل اولاده ده ګوری لکه یهودیان اور ته ځان اچوی خو تسلیمی پکی نشته. نیم قرآن یی منلی او نیم یی ندی منلی. ځان وژنه، دا کار خو اسرایل هم نکوی.

حکیمي

اجمل خانه دپښتنو رنګ مه بده وه موږ آریایان یو ######### خو دومره ددې مسلمان قوم سپکاوی مه کوه
####

اجمل

حکیمی ته: #####. آریایان چیری په ابتدا کی مسلمانان ول د####.####

غ.حضرت

اجمل خانه! ته هم ځینی وخت ماشومانه ږغیږی.
یو ځل وائی چی پښتانه د بنی اسرائیل قوم دی او بل ځل وائی چی اسرائیل ځان وژنه نه کوی.
که پښتون د بنی اسرائیل قوم وی نو باید د یهودیانو سره ګډ ژور اشتراکات هم ولری او یا یهود د پښتون سره ګډ او مشترک خصائل ولری حال دا چی داسی نه ده، ستا په حواله، پښتانه نیم قرآن منی او نیم نه منی خو یهود ټول د خپل انحرافی مذهب ارکان منلی دی.

جميل

اجمل خانه ! نه پوهيږم چی تاسو ولی د مسلمان په تيره بيا د پښتون څخه کرکه کوی او بيا پښتو هم ليکی ، داچی ستاسو پلرونه او نيکه ګان څه رنګه مسلمانان او پښتانه وه او تاسی په څه ډول ماحول کی روزل شوی ياست هغه په تاسو او ستاسو په مشرانو پوری اړه لری د هغو څخه کرکه او ورته بد ويل ستاسو حق دی چی ولی يی تاسی مسلمان او پښتون نه ياست روزلی ، تاسی خپل خښم او زور تر ټولو مسلمانانو او پښتنو مه باسی دا ستاسو بد اخلاقی او د خپلو والدينو او نيکه… نور لوستل »

اجمل

جمیل صیب: ستاسو ځواب ماته د اسلامی اخلاقو او تهذیب پر بنیاد دی. نه د بده خوله ښورولی له حکیمی او نه د بدې کلمی استعمال کړی. کور د آباد. خپلی ټولی خبری می بیرته واخیستې او بښنه له ټولو مسلمانانو او پښتنونه څخه استدعا لرم بیغیر له حکیمی څخه چی ښایی هغه ####################. مننه چی زه دی متوجه کړم.

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx