هاشم املا له هر ډول نړيوال کرېکټ څخه استعفا وکړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د سويلي افريقا کرېکټ ملي لوبډلې مسلمان تکړه لوبغاړي هاشم املا د نړيوال کرېکټ له هر فارميټ څخه د استعفا اعلان وکړ.

هاشم املا چې په نړيواله کچه يو غوره توپوهونکی و له ۱۲ کاله نړيوال کرېکټ وروسته له ټيسټ، يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو سره د ۳۶ کالو په عمر د مخه ښې اعلان وکړ.

نوموړي په نړيوال کرېکټ کې يو شمېر ريکارډونه په خپل نوم کړي چې په لاندې ډول ډي:

هاشم املا لومړی سويلي افريقايي لوبغاړی دی چې په يو ورځنيو لوبو کې يې تر ټولو زياتې ۲۷ سليزې وهلې دي.

لومړی سويلي افريقايي لوبغاړی دی چې په ټيسټ لوبه کې يې درېګونې سليزې وهلې دي.

هاشم املا په يو ورځنيو لوبو کې په ۲۰۰۰، ۳۰۰۰، ۴۰۰۰، ۵۰۰۰، ۶۰۰۰ او ۷۰۰۰ منډو جوړولو کې له بل هر لوبغاړي چټک و.

هاشم املا په لسو سليزو بشپړولو کې هم له بل هر لوبغاړي چټک و.

املا ۱۲۴ ټيسټ سيالۍ ترسره کړي چې په ۴۶.۶۴ اوسط، د ۲۸ سليزو او ۴۱ نيمه سليزو په مرسته يې «۹۲۸۲» منډې چوړې کړې دي.

همدا ډول يې ۱۸۱ يو ورځنۍ سياليو کې په ۴۹.۴۶ اوسط، ۲۷ سليزو او ۳۹ نيمه سليزو په مرسته ۸۱۱۳ منډې جوړې کړې دي.

په ۴۴ نړيوالو شل اوريزو سياليو کې يې ۱۲۷۷ منډې جوړې کړي، چې ۸ نيمه سليزې په کې شاملې دي او زياتې منډې يې ۹۷ ناسوځېدلې دي، نوموړی ۳۳ اوسط او ۱۳۲ سټرايک ريټ لري.

دغه سويلي افريقايي لوبغاړی د ښه کرېکټر ترڅنګ ښه مسلمان او د غوره اخلاقو سمبول و، د نوموړي يو شمېر اخلاقي بيلګې نورو لوبغاړو او مينوالو ته د عبرت په ډول ثابتې شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

همدا غوره او حسنه اخلاق ور ته لویه معنوی پانګه او ویاړ دی.