نظــر

اشغال ضد جګړه له ټولټاکنو سره نه جوړیږي

دوکتور محمد عثمان تره کي

د وسله وال مقاومت سره د مذاکراتو په بهیر کې، نړیوال نظامي ائتلاف،( ن،ن،ا ) انتخابات په طالبانو باندې د سیاسي فشار د لاسوند په توګه کاروي. پدې مانا چه که طالبان سولې ته غاړه کینږدي، د جعلي او تقلبي ټاکنو له لارې د « جان کیري » سناریو تکراریږي او ورسره اشغال او جګړه دوام مومي. وسله وال مخالفین د دغه واقعیت په پوهاوي سره چه جګړه مار بهرنیان د افغان روزل شویو سیاسي لوبغاړو په ګته د ټاکنو له لارې د جګړې د اوږدیدو نیت لري، د یوې اعلامیې په ترڅ کې د انتخاباتو په وړاندې جګړه اعلان کړیده.

په عادي حالاتو کې ټاکنې د جګړې او نا امنۍ سره نه جوړیږي. خو کله چې ګټو پر ارزښتونو باندې برلاسي وموند ناشونې، شونې کیږي.

افغانان هغه دیموکراسي او انتخاباتو ته چه د ټولنیزې او اقتصادي ودې په بنسټ باندې ولاړ وي او د وطن د واقعیتونو سره سمونوالې ولري، هرکلي وایی. خو د هغه په اصطلاح دیموکراسي او تول تاکنې سره چه د بهرني یرغل او جګړې زیږنده وي، د خشونت دلارۍ وتپل شي او د پردۍ واکمني د غزولو په مقصد وکارول شي مخالف دریځ لري.

د افغانستان د حالاتو په نظر کې نیولو سره، په ډاګه ویلی شو چې په اټکل دوه لسیزه کې، دیموکراسي او ټولټاکنې د کورنيو او بهرنیو زورواکانو په واسطه د بې عدالتي، نا امني ، ګډوډۍ ، ټوپک سالارۍ ، بې اتفاقۍ، جنګي جنایت او جګړې ته د لمن وهلو د مقصدونو د پاره کارول شوې.

د ټولو نه مهمه دا چه هغه ټولټاکنې چې د پرله پسې جنګي جنایتونو تر سیورې لاندې ترسره شي یوازې د ترسره شوېو جنایتونو د دیموکراتیک توجیه او نهایتاً د بلواکۍ د ټینګښت په مقصد کارول کیږي. کورني او بهرني حقوق ( نړیوال حقوق ) هغه انتخاباتو ته چه د پردیو تر بیرغ او څارنې لاندې ترسره شي مشروعیت نه ورکوي.

بهرنیان د جعلي انتخاباتو له لارې :

– د یو لاسپوسې حکومت د جوړولو په وسیله د افغانستان قبضه او کنترول ساتي
– جګړه مارانو او روزل شویو دیموکراتانو ته د سیاسي ژوند د اوږدیدو زمینه برابروي
– د افغانستان سره ناقانونه امنیتي تړون ته ( په واقعیت کې د افغانانو د وړیا دله ایزو وږنو قباله ) دیموکراتیک او مشروع بنه ورکوي
– خپلو خلکو ته د دیموکراسي د صدور د بریالي پروسې په اړه حساب او کتاب وړاندې کوي.
د ولسي جرګې تیر انتخابات د درغلیو، فساد او رشوه په چاپیریال کې تر سره شول. هیڅ ضمانت نلرو چه د حالاتو د نه بدلون په صورت کې راتلونکې ولسمشري تاکنې معیاري او ستندرد بنه ولري. خو د ولسمشري د انتخاباتو د عملي کیدو په اړه د بهرنیانو د تینګار معنا دا ده چه د تاکنو په پایله کې امریکا ته د اخلاص او ارادت نه دک ولسمشر سر راپورته کړي. ناقانونه امنیتي تړون او ورسره په تړاو نظامي هدې ومني. جمهوري ریاست د ملي شورأ په څیر ( دواړه د بهرني لاسوهنې محصول ) د پردیو تر تحکم لاندې راوستل شي.

بناً تاکنو یوه وسیله ده چه د یوه لاسپوسې پارلمان او مزدور ولسمشر د راتک په موخه کارول کیږي.

په لنډو !

د نظر خاوندان د ملي واکمني د نشتوالې ، تاکنو د استعماري نظام د جوړیدو او ټینګښت لاسوند ګڼي.

د انتخاباتو سره د طالبانو مخالفت په واقعیت کې د یوه کوډاګي ولسمشر چه د یو پردیپال پارلمان نه وروسته رامنځته کیږي د مخنیوي په مانا ده. کوم چې دواړه د بهرنیانو په ګټه استعمالیږي، که طالبان د ټولټاکنو په اړه بې تفاوته پاتې شي په غیر مستقیمه توګه، امریکا سره د ناقانونه امنیتي تړون په جرم ځان شریکوي.

ملی واکمني، امنیت، عدالت او بالاخره ستندرد انتخابات باید د جګړې او سولې تر منځ د یوه منځګړې پلاو ( لند مهاله حکومت) د فیلټر نه تیر شي .

انتخابات باید د سولې، امن او خپلواګي په فضأ کې د یو مسلکي، ناپییلې حکومت له خوا چه د سولي د مذاکراتو د توافق په بنسټ جوړیږي اداره شي. د دغه حکومت د امنیت تأمین زیاتره ونډه باید وسله وال مقاومت ته وسپارل شي. نوې حکومت د قواوو د نوې معادلې په بنیاد د بهرنیانو سره حساب او کتاب ته کیني. د سولې د توافقاتو په بنسټ د ولس په مشوره د بهرنیو ځواکونو ناقانونه حضور برخه لیک ټاکي.

لند مهاله حکومت په دولتي واکمني بشپړه قبضه ټينګوي او په امنه فضأ د بهرنیانو د مداخلې نه لرې انتخابات تنظېموي.

اشغال ضد جګړه او تولټاکنې سره نه جوړیږي. افغانان د ( ن،ن،ا ) نه غوښتنه کوی چه د دیموکراسې اوانتخاباتو تر پلمې لاندې خونړي لوبې ته دپاي تکې کیږدي. ’’ پای‘‘

فرانسه – ۰۷/۰۸/۲۰۱۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

ترکی صاحب ! دلیکنی زیاته برخه دی په حقایقو تکیه لری او تاسی ملی شخصیت او ملی دریز لری یعنی ملی ګټو ته لومړیوالی ورکوی ستاینه یی کوو او مننه درڅخه کوو، د دی په څنګ کی ستاسی دلیکنی د کومو جزییاتو په ارزونه کی مو سره توپیر شتون ولری بخښنه کوی او لا به به هغه اړه ستاسی رڼا اچولو ته بیا منتظر پاتی شو د اسلام په رڼا کی د حالاتو د چاپيریال په اړه ستاسی د لیکنی ارزونه: لمړی: تاسی لیکلی چه افغانان هم دیموکراسۍ او ټاکنی منی او درناوی ورته لری….. زما ارزونه: د ګوتو به… نور لوستل »

جميل

محترم تره کي صاحب ښی مقالی ليکی خو په تاسف سره دا هيروی چی افغانستان يو اسلامی هيواد دی او خلګ يی هرڅه د اسلامی شعائرو له رويه ارزوی . افغانانو دوه واری د ډيموکراسی خوندونه وڅکل يوه د شوروی کمونسته ډيموکراسی بله د غرب امپريالسته ډيموکراسی چی د دواړو تورو بلاو سره يی سخت حسايت ښکاره کړ ، زه نه پوهيږم چی دا بيا کومه نوی ډيموکراسی ده چی افغانان يی هرکلی کوی .؟ د موءقت حکومت يادونه هم شويده چی ګډ حکومت دی جوړ شی معنی داچی د آزادی او د غلامی مشران دی سره يوځای شی يعنی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

ترکی صاحب السلام علیکم! ستاسی ښکلی لیکنه می ولوستله په زړه پوری لیکنه وه جنتی شی نور به درته څه ولیکم! مونږ به هم درسره خپل نظریات شریک کړو : مونږ درسره په دی هم ملګری یو چه د نورو پلورل شوو لیار مو نه ده نیولی د ملت او مجاهدینو سره تر اوسه یو موټی او یوه خوله یاست. د دموکراسی په اړه مو لیکلی (( که )) داسی دموکراسی وی د منلو او که نه د منلو وړ نه ده. هماغه دوهمه که مو مونږ ته د تایید وړ ده یعنی دموکراسی د ښو او بدو ابشونونه نه… نور لوستل »

غ.حضرت

محترم ډاکټر صاحب!
فقط یوه لنډه پوښتنه لرم
له حقوقی – سیاسی پلوه د نن ورځی د ښکاره اشغال او د اتلسو کلونو مخکی خاموش اشغال او یا سبا ورځی احتمالی اشغال تر منځ توپیر په څه کی دی؟
آیا د طالب په څنګ کی انګریزی او پنجابی افسر او مُلا تشریف نه درلود او نن او احتمالاً سبا به ئې هم نه ولری؟
غواړم فقط ستاسی څخه ځواب تر لاسه کم ( البته توقع نلرم) خود نور ###دانو او ###رانو احتمالی تبصری را ته د اعتناء وړ نه دی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x