نظــر

د پنجاب لپاره تاریخې خدمت؟؟!

نظر محمد مطمئن

ملا برادر دهیواد ازادۍ غوښتنې له امله د امریکا او بریتانیا د منلي غلام پنجاب زندان کې ۱۰ کاله بندي و، ملا فاضل اخوند او عمري صاحب د هیواد ازادۍ او غلامي نه منلو له امله ۱۳ کاله ګوانتانامو زندان کې بنديان وو.

جهانګیروال په وزیرستان کې له وزیرستاني طالبانو سره د اړیکو او مرستې له کبله کلونه د پنحاب زندان کې تیر کړل.

عمار یاسر لا هم د پنجاب زندانو کې د پلار (استاد یاسر) د مرګ او ژوند برخلیک څخه ناخبره دی.

او ملا عبیدالله د پنجاب کرغیړن زندان کې د سختو شکنجو له امله خپله روح رب العزت ته وسپارله.

ښه ده چې ببرک ځدراڼ زموږ زمانه کې نه دی، د امریکا د ډیموکراسي ډول ته اټنچیان اصیل او په هیواد مین افغانان اګاهانه د پنجاب په غلامي تورنوي، په داسي حال کې چې:

۱ ـ له پاکستان څخه اویا میلیونه ډالر د ډیورنډ بر سر معاملې لپاره چا واخیستل؟

۲ ـ په تورخم او چمن چا د پنجاب دروازې ومنلې؟

۳ ـ په کرغیړنه ډیورنډ کرښه د پنجاب اغزن تار چا له پنجاب سره ومانه؟

۴ ـ د کونړ او ګوښتې افغان سیمې چا د معاملې په ترڅ کې پنجاب ته پریښودلې؟

۵ ـ د پنجاب د ګټو لپاره منظور پښتون او بلوڅ بېلتون پالو ملا چا ور ماته کړه؟

۶ ـ لطیف الله محسود، د پنجاب دښمن چا پنجابیانو ته لاس تړلی وسپاره؟

۷ ـ د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله چیرته او ولي؟ چا د پنجاب په غوښتنه وواژه؟

۸ ـ د آی ایس آی مامورین چا په ارګ کې ساتل چې د بنجاب ضد زندانیانو دوسیې وګوري او بیا ورته د خپلو مؤیدینو لخوا حواله شي.

۹ ـ د پنجاب پوخیانو پر قبرونو چا د ګلونو ګیډۍ کیښودې؟

۱۱ ـ پر پښتنو قبایلو د ډیورنډ پر پوله د اوښتو را اوشتو بندیز او بر سر یې چا معامله وکړه.

۱۲ ـ له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو تړون چا وکړ؟

اوس هم دوی چې دا ټولې معاملې یې د سپیڅلي افغان ولس پر سر له پنجاب سره کړي، ځان د پنجاب مخالف بولې؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

هیڅ پوه نه شوم، ولې دوی ګنګس او لا هم فکر کوي چې ولس به نه پوهیږي چې اصل کې څوک د پنجاب لپاره خدمت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

20 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
مطمین صاحب ته،
جهاد افغانستان،دفاع پاکستان، پاک فوج.
حقانی همارا هیرو هین،هیرو تها، مشرف وینا و څخه.
خورا واره طالیبان می سره ټول کړل،نیابتی جګړه ته می تیار کړل،مشرف انتریوو

Hares

Der sartamba insan yee ghamay pakhteen
Interview preda paas pokhtane zawab ka ??

غمی.پښتین

جوړ تازه. حارث ته، د مطمین د ټولی پوښتنی ځواب زما په همدا دری جملو کی نغښتی دی.هغه دا چه. پاک فوج وویل چه جهاد افغانستان دفاع پاکستان،نو د پاکستان فوج په همدا خلکو سرمایه ګزاری وکړه ،ټریڼګ یی کړل،هم جسمانی ،هم روحی،هم عقیدوی، ورسته له ټریڼنګ څخه یی حقانیان جګړی ته دیکه کړل، طالیبانو حقانیانو داسی ناتکړه بی ساری بریدونه وکړل،چه پاکستان دا غږ وکړ حقانی همارا هیرو هین، مشرف ټول خواراه واره طالیبان سره ټول نیابتی جګړه ته یی روحا،جسما،اقتصادا تیار تر څو خپلی غوښتنی په مستقیم او یا غیر مستقم له افغانستان څخه تر لاسه کړی. افغان… نور لوستل »

گل محمد نوری

نن د اګست ۱۴مه د پاکستان د زېږېدو ۷۲مه کلیزه ده چې هم مهاله د بلوڅ او سندهي بېلتونپالو لخوا دا تورې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

۷۲ کاله وړاندې چې هند له بریټانوي ښکېلاک ازادي اخیستله، نو تاریخ پوهان وايي، بریټانیا له ډېرې غوسې څخه د سیمې د ناقراره ساتلو لپاره د پاکستان په نوم هېواد راجوړ کړ چې له مشورې پرته یې په کې بلوڅان، سندهیان او پښتانه ورګډ کړل، خو له همغې ورځې راهیسې بلوڅ ازادي غوښتونکي دا ورځ نه مني او د تورې ورځې په توګه یې نمانځي.

امین

غمی پشتین ته دیر حیران شوم ستا خبری د مطمین دخبرو جواب نه بلکی هغه نیوکی وی چی مطمین په سوالی طریقه تاته مخکی جواب کری دی دمطمین غرض دهمدغو نیوکو جواب دی خوپه سوالی طریقه یی لیکلی دمطمین په لیکنه یا نه یی پوه شوی یا دور اوتسلسل جایز بولی / په احترام

الحاج استاذ بیانزی

مطمن صاحب ! سلامونه او نیکی هیلی مو ستاسی ټولی کورنی ته وړاندی کوم له هغه وروسته چه تاسی دوټس اپ سره په غیږ شوی مونږ مو هیر کړو خیر مګر داسی نه وی شوی چه له مونږ خوابدی شوی نه یاست په هر صورت ، الله ج دی وکړی چه تاسی روغ او د دجال له هر ډول خطراتو بچ یاست . اصل موضع : تاسی پورته لیکنه کی ډیرو ښو ټکو ته ګوته نیولی ، زه یی سل په سلو کی تاییدووم ستاسی ټولی لیکنی د کاڼی کرښی ځکه دی چه د مسایلو له عمق څخه ارزونی کوی… نور لوستل »

جميل

هر څوک پخپل عمل ښه پوهيږی چی څه کوی ، محترم مطمئن صاحب تاسو ته دی الله تعالی پر دغو ښو نقاطو اجرونه درکړی . مطمئنه اوسی چی دوی الله تعالی او موئمنين نشی تير ايستلای ، دوی يوازی خپل ځانونه او د ځان پشان نور خطا باسی ، دا به هغه درواجن وی چی وروسته له مرګه د برزخ او د قيامت د ټولو حالاتو د ليدلو وروسته به د حشر پر ميدان الله تعالی ته هم درواغ وايی خو هلته به يی خوله بنده کړای شی او غړی به يی په ويلو شی . له هری تياری وروسته… نور لوستل »

محمد

مطمئن صاحب جنت الفردوس دي ځای سه په احرام کي یم اومنی ته پرلاره یوحقیقت وایي اوحقبین اورشتین بنده یي

غ.حضرت

مطمئن ساب!
تاسی فرصت طلبه طالبان کله چی د پنجاب او لندن سره د ژور تړاؤ د افشاء او رسوائی د سناریو سره مخامخ سواستی نو دا دی اوس مو د پنجاب په وړاندی زرګری جنګ پیل کړی دی. ویښ خو بی وسه افغانان ستاسی پدی دروغجنو ادعاوو نه تیر وځی.

ياسر

مطمئن صاحب په گوتو مو بركت شه،
نن صباح زمونژ گران ملت تاسو په شان ليكوالانو ته سترگي په لاره دي،
داسي يو حقيقت مو را سپړلی دی چه دلمر پشان روښانه دي .
نن ټکی اسيا ته يو شمير مریځانو لار موندلي ده الله پاك د ورته شفاء ورکړې.

عبدالله

مطمین صاحب سلامونه، کومو نقاطو ته چی دی اشاره کری واقیعت دی. موجوده نظام کی لکه سنگه چی د امریکا غلامان پکشی په پیخر دی همداسی د پنجاب گوداگیان هم ورکی کم نه دی، گل اغا شیرزوی، پدرام، د گیلانی کورنی او… یی شه نمونی دی. اما خبره د ملابرادر ده، ملا برادر زه د نژدی پیژنم هغه ددهراوتو په اصطلاح دیر کلک سری دی، او یوه اندازه اوس د پنجاب په غداری او مکاری هم پوهیژی خو دا باید ومنو چی منطقوی او جهانی سیاست او استخباراتی موضوعاتو کی وارد او متخصص نه دی، بده دا چی شا او… نور لوستل »

مجاهد

جهاد افغانستان دفاع پاکستان، شعار او د هغه وخت حقیقت وو چه ستاسی پرونی بادار او پرونی وحشی سره الحاد زمونږ د مجاهدینو هیواد اشغال کړی وو، امریکایانو او اروپایانو د کمونست روسانو سره په زمکه کی د مقابلی توان نه درلود د اسمان ستورو ته یی پناه وړله . چه مجهاندینو یی په ضد بریالی جهاد او مقاومت پیل کړو دا امریکایی شعار وو چه [ جهاد افغانستان دفاع پاکستان هست ]
د امریکی غلامانو امریکاییی شعار وایاست مګر په ورانو خولو او وران وخت کی،

عبدالله

مجاهد صاحب بلی، هغه وخت وو، اوس یی فقط بنه او الفاظ تغیر کری، د شهباز شریف خبری به دی اوریدلی وی چی همدا یی مطلب دی چی جهاد افغانستان دفاع پاکستان. اوس یی طالب او یو تعداد زاره مجاهدین په لاس کی دی مستقیم یا غیر مستقیم یی استعمالوی، دا ددی معنی نه لری چه هغه جنگی د خط طالبان په خبر دی بلکی هغوی دعقدی پر اساس جنگیزی، داسی مثال لکه زانمرگی چی ناروا دی او دوی بی چاره زانونه پکشی دعقدی په منظور الوزوی په داسی حال کی چی زای به یی مستقیما ## وی. دی کی… نور لوستل »

مجاهد

باور لرم چه دغه څو کسان یو کس او یا ټول به یوه غوچل کی ولاړ او له یوه دجالی اخور کمیشن ( ناولتیا ) ترلاسه کوی . مګر معلومات یی دومره نیمګړی دی چه خپله هم پری باور ونه کړی بی اسنادو او شواهدو څبرولو ته ګډی ودی او ښکرور دروغ وایی. که په دغو ګډو وډو د دجال کومه قطره جنت تر لاسه کړی بیام ښه او که نه دا ژوند او اخرت یی خپل خبراب بی ګټی تباه تباه کړو

محمدابراهیم چاه انجی

سلامونه ومنی: سااسو نظریات نه بلکه پټ حقایق مو په جسارت او میړانه یاده کړه:الله پاک دی اجرونه درکړی:خو وخت او حالات ډیر کړکیچن دی نړیوال استکباراو پنجابی ملیتاریزم دهیواد دګوډاګی چارواکو په مرسته زمونږ تاریخی جغرافیا ته لوی او بربنډګواښ کړی ده:پداسی حال کی چی زمونږ چارواکی او پنجابی حکومت دواړه دامریګی تالی څتی دی خودامریکی مشروایی چی دنړی له نقشی مو ایسته کوی:اودپنچابګوډاګی وایی چی که کشمیر سوزی نو افغانستان دی هم وسوزی ڼوزمونږږ ګوډاګی ولسمشر ته څه پاتی دی؟فقط سوله او هغه سوله چی پاکستان اوامریکی سوله نه وی ځکه دا به دجګړی بل اړخ وی او… نور لوستل »

عبد الله

د سه شه اسناد غواری لالیه؟ د زانمرګی د ناروا مرګ که د طاهر اشرف او مولانا فضل الرحمن پته خوله کیدل د هیرا پر مندی، که د پاکستان پر ظلم جی د پشتنو قبایلو او افغانانو سره یی کوی؟؟ د سه شی اسناد غواری؟؟ د پاکستان د ۴۵۰ فاحشخانو که د افغانستان د شمال د تاکانو ریبل؟؟ د عقل سترګی دی ولی رندی دی؟ امریکی ظالمی ظلم وینی د پنجاب پر ظلم دی ولی عفل کوره دی؟ نور موژ نه سی خطا ایستی، ملا برادر او ملا عبدالسلام ضعیف ته هم شه معلوم یاست، مرحوم ملا محمد عمر ته… نور لوستل »

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
خیر اووسی مطمئن صاحب، اصلی او بنیادی خبری دی، دا بی حیا او بیناموس وطنپلرونکی او د دوی گنگس او بیغیرت پلوونکی ته یو زل بیا را په یاد کر.
الله تعالی مهربان دی، چی د دینستیزو او بیناموسو وطنپلرونکو ملی خائنینو سره، د عدلی ملی محاسبی ته دیر وخت نه وی پاتی. الله اکبر، توکلنا علیه.

غ.حضرت

طالبان او د طالبانو فکری طالبان کټ مټ خلقیانو ته ورته دی. څنګه؟ خلقیانو فتوا صادره کړه چی وطن دوستی= شوروی دوستی او خلقی توب دوستی یعنی هر څوک چی د خلقی مفکوری او شوروی ضد وی هغه کس په حقیقت کی د وطن دښمن او د اعدام وړ دی!!!! طالب څه وائی؟ طالب وائی: هر هغه څوک چی د ### ملاعمر او اسلامی امارت دښمن وی هغه کس په حقیقت کی د اسلام او وطن دښمن دی. د خلقی او طالب مشترکه وجه: هم خلقی د خپلی پلیدی ایډیالوژی د دفاع! پخاطر د شوروی پر روبل او ټانک سپور… نور لوستل »

اجمل

لمر په دوه ګوتو نه پټیږی. اوس هر افغان پر سیاست پوه دی. داخبری بل چاته وکړه. د یوی ورځی د جنګ خرڅ په افغانستان کی حد اقل شل میلیونه ډالره دا له آسمانه راځی یا له مځکی راوځی. ترننګ، اعاشه، خوراک، مرمی، اکمالات، تجهیزات ….. پنجابیان خو د څنګ ته شته د رهنمایی لپاره پدی خو زه قسم خورم.

اجمل

دا ټول خدمتونه د تاریخ تر وجاړولو نرسی. یو وار د بامیانو بوتان در یاد کړه تاریخی خدمت خو هغه وه. آیا ستا عقیده د سطان محمود نه هم سپیڅلی وه، هغه دغه بوتان مات نکړل خو تاسو د پنجابیانو د خوشحاله ولو لپاره خپل پنځه زره کلن تاریخ تر خاوری لاندی کړ. ###.

Back to top button
20
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx