افغانستان

د قطر امیر له ټرمپ سره د افغان سولې په تړاو غږېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ زمری، ۱۳۹۸ل):د قطر امیر «شیخ تمیم بن حمد الثاني» د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» سره د نورو سیمه ییزو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې په روانو خبرو هم غږېدلی.

د رويټرز خبري اژانس د راپور په اساس، په دې ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو په دوحه کې د طالب او امریکایي لوري تر منځ روان مذاکرات مثبت و ارزول او یادو خبرو ته یې خوشبیني څرګنده کړه.

په ورته وخت کې له امریکا څخه خپرېدونکې مشهوره ورځپاڼه «ټایم» د خپلو سرچینو له قوله لیکي « که چېرې د طالبانو او امریکا مذاکرات ناکام شي، ډونالډ ټرمپ به په ناڅاپي ډول له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو امر وکړي».

مطلب وړاندې لیکي « ځیني امریکایي دیپلوماتان او د افغان حکومت چارواکي د خلیلزاد وروستیو هڅو غوسه کړي، امریکايي دیپلوماتان له افغانستان څخه د عسکرو د احتمالي وتلو موده کمه ارزوي خو د افغان حکومت چارواکي بیا د بهرنیو عسکرو وتلو وار خطا کړي نو له همدې امله په ښکاره ډول د سولې د هڅو مخنیوی کوي».

د مطلب په حواله، د خبرو د بریا په صورت کې به په ناروې کې بین الافغاني مذاکرات کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x