نظــر

و تلک الایام نداولها بین الناس

نوراحمد نور

د ملا برادر اخند عکس مې ولید چې په ازبکستان کې له ازبکي چارواکو سره په داسي حالت کې ولاړ دی چې سپېنې د طالبۍ جامې یې په تن، پر سر نبوی سنت دستار او له څیرې یې همغه پخوانی طالبي برم له ورایه ښکاري، د زندان کړاونو یې که څه هم په ږیره کې سپین  ورېښتان پیدا کړي دي مګر شهامت، متانت او غیرت یې د دې پر ځای چې کمزوری شي لا ځوان ښکاریدو، ورسره د هيئت نور غړي هم له اسلامي او افغاني غیرته مالا مال هسکې غاړې ولاړ دي.

همدا منورې، ځلاندي او له غیرته ډکې څېرې د اندونیزیا په سفر کې هم د تلویزونونو د سکرین ځلا وه او همدا ډول د مسکو په کنفرانس کې هم همدا سپېني او جذابې څېرو د سترګو تنده ماتوله، او ورسره همهال متقی صاحب د ژبې جادویي الفاظو د اوریدونکو غوږونه مسحور کول.

دا ټولې صحنې مې د ذهن په پرده په پرلپسې ډول تیرې شوې او د خیال مارغه مې بې اختیاره د ماضي په لور پرواز پیل کړ.

دا هغه وخت و چې امریکا په ډیر غرور او د واک په نشه مست په افغانستان یرغل وکړ، په ۱۹۶۳ کې د بر طانیې وزیر اعظم هیرډ میکملن ویلي و: د سیاست اول اصل دادی چې په افغانستان به حمله نه کوي، خو امریکا دې اصل ته پام ونکړ او د یو امریکایي جنرل په وینا د سي آی اې د مشر جورج ټینټ د غلطو مشورو په اساس یې د هیرډ میکملن دا اصل تر پښو لاندې کړ  او د طالبان اسلامي امارت یې ړنګ او پر ځای یې یوه بې واکه او اجیره اداره د افغانستان پر خلګو مسلطه کړه او طالبانو ته یې دوه اپشنه ورکړل( یا مرګ یا زندان)

په دې وخت کې نو د هیچا زړه ته دا نه لویده چې طالب دې بیا قیام وکړي او په افغانستان کې دې بیا یو قوت شي او امریکا غوندې سپر طاقت دې له افغانستانه وتلو ته مجبور کړي.

خو سوکه سوکه افغانانو د اشغال په خلاف پاڅون پيل کړ او طالبان بیا راڅرګند شول او د هیواد په مختلفو سیمو کې یې د اشغالګرو او د هغوی د اجیرو په وړاندې وسلواله مبارزه پیل کړه.

مبارزې رنګ راوړ او دا لړۍ د ( ان تنصرالله ینصرکم)  د پاخه قانون په اساس لا پسې وغځېده چریکي جهاد په جبهه يي بدل شو او آن د ولایتونو تر فتحو ورسېد.

سوکه سوکه د نړی د جابر او مغرور قوت له سره نشه په وتو شوه او واقعیتونو ته یې پام شو پوره اتلس کاله یې د طالب د مبارزې په وړاندې خپل ټول امکانات په کار واچول، هر ډول وسله یې وکاروله، هیڅ قسم حربه یې و نه سپموله، او د بمونو له موره نیولې تر ډرون او بي دو پنځوس هر ډول هوایي ځواک یې استعمال کړ، په تبلیغاتي ډګر کې یې هم له هر ډول شیطاني دسیسو کار واخیست.

طالبان شهیدان شول، زخمیان شول او بندیخانې ورباندې ډکې شوې، مشرانو یې تر شکنجو لاندې د شهادت جامونه نوش کړل، په ډرون وویشتل شول خو په طالبي قاموس کې د ستړیا، شکست، کم همتي او جهاد پرېښودلو الفاظو ځای نه درلود.

او بالاخر له امریکایي جنرانالانو سره کټ مټ همغه کیسه وشوه چې په ۱۸۴۲ کې د لومړني افغان جنګ په دوران کې انګریز جنرال له یو مخور مشر څخه وپوښتل: چې ته ولي خاندې. مشر ورته وویل: تا په څومره اساني سره خپل پوځ دلته راووست مګر زه په دې نه پوهېږم چې ته به یې له دې ځایه څرنګه باسې؟

له امریکایانو د خپلو پوځونو د ایستلو لار ورکه شوه او د نړی ستر قوت په ننواتي سر شو او هغه طالب ته یې چې دوی ورته د بشر حقوق نه و قائل؛ ځولۍ وغوړوله او د مذاکراتو سوالونه یې پیل کړل.

طالب یو ځل بیا د ګمنامۍ له صحرا د شهرت میدان ته راووت.

هغه طالب چې تر پرونه یې چا رپوټ نه نشر کاوه نن یې د نړۍ د غټو غټو خبري شبکو کېمري په تصویر اخیستلو نه مړیږي.

له وال سټریټ ژورنال، نیویارک ټائمز، سي این این، ډان، شرق الاوسط، او بي بي سي نیولي بیا تر الجزیرې پوري هره رسنۍ د طالب خبر نشرول د ځان ویاړ بولي.

هر هیواد د طالب ورتګ د ځان لپاره د نړۍ د سولې جائزه ګڼي او یو تر بل په دې سیالۍ کې ځان مخته کوي.

هو رښتیا هغه طالب ملا برادر چې لس کاله یې د زندان د تورو تمبو شاته تېر کړل نن یې نړیوال لیدنه تبرک ګڼې.

او هغه طالب متقی چې تر پرونه یې ږغ رسنیو نه اخیست نن په نړیوال سټېج  روسانو ته د هغوی تېرې غلطیاني ورپه ګوته کوي.

هغه طالب چې ټولې نړۍ ورته د غیر ډپلوماټ او له سیاسته د ناخبر په سترګه کتل؛ نن د مذاکراتو په میز د نړۍ د ستر طاقت ډپلوماسي ننګوي، اته پړاوه مذاکراتو کې طالب له خپل دریځه په شا نکړای شو بلکې امریکا په هر وار مذاکراتو کې طالب ته غاړه ایږدې او دې ته لېواله ده چې له طالب سره هسي یوې موافقې ته ورسیږي.

د ماضي او حال په دې ګډو وډو تصوراتو کې د (و تلک الایام نداولها بین الناس) تفسیر او طالب راته د (ولاتهنوا ولا تحزنوا وانتم الاعلون ان کنتم مؤمنین)  مصداق ښکاریږي. خو طالبانو ته په کار ده چې دا ټول څه یوازې او یوازې الهي فضل او مرحمت وګڼي. دا چې الله تعالی خپل د قدرت عجائب د دوی په شکل کې ظاهر کړل او د دوی په تشو لاسونو یې د امریکا فرعوني غرور وننګاوه. باید چې ټول الله تعالی ته د شکر او عبودیت سرونه ټیټ او له عجب او لویي څخه ځانونه وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ډيره ښکلی
خيرونه مو په نصيب شه .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x