شعـــــرونه

د ښار ملِک ویده دی

فاروق فردا

شپې د تیارو پر بالښت سر ایښی دی
دتن هډوکي یې جړقېږی او له درده ورته خوب نه ورځي
د ستړي روح سره اوږو باندې زه،
د شپې په رګ کې ځغلومه د ګامونو آواز.
د ښار د لويو څلور لارو، لاټېنونو کې د تیلو پرځای ویني سوځي،
او د ښار زړه کې د ویرجنې چوپتیا،
له هرلورې نه د شپې د هیبت،
سوي زګېروي مې سکڼي،
او څښوي زما له روحه د ژونديو شېبو تریخه خندا.
د ښار د بڼ ګلونه،
بس خړوبېږي پر ژوندیو وینو،
ځان ته را کاږي مې په وچو غېږو،
دنارنج باغ او د شبو او د رامبیېل چمبېل ماشومو وږمو.
خو زه د ښار د ملک،
د برجه ورې کلا ،
د دروازې سره یم،
چې یې لاتېن ، پر پهره دارو، سره رڼا خپروي،
سره شاهانه رڼا چې،
له شنو لوګو یې د ژوندیو وینو عطر خېژي،
او مستوي زموږ د ښار د ملِک مړه خوبونه.
د ښار ملِک ویده دی،
په سره بستر کې دخپل خوب خیالي ماڼۍ جوړوي.
خوب کې بېرېږي او راباسي نا پيژانده خو درانده غږونه.
زموږ د ښار د ملک،
د خوب تعبیر به څه وي؟
چې دې لا هم، دباران شړق ته یې خپل سرنیولی،
او پر بڼو جاړو کوي را ورېدلي ږلۍ،
دسیلاوونو غصه ناکې څپې لاس کې مروړي،
غواړي چې مخه یې د خیال له ماڼۍ بلې ته کړي.
زموږ د ښار د ملک،
دخوب تعبیر به دسپوږمۍ د لاس په کرښو کې وي،
سپوږمۍ تیارو نیولې،
او هم یې سپین لاسونه،
زموږ د وینو پر نکریزو سره دي.
زموږ د ښار ملک صیب ،
د درانده خوب هسکو ماڼیو کې پوړونه شمېري،
دښار هستوګڼ په تیارو کې له مزله ستړي،
خو زموږ د ښار ملک دخیال له خوبه نه ويښېږي.
دی لا ویده دی، مګر
ټپي مرغۍ دسپېده داغ او دسهار په هیله،
دشپې له زړه نه دسپوږمې تر څنډه لار وباسي،
ګڼه د ښار د بڼ ګلانو ته د وینو پر ځای،
دشنو اوبو ولې د ستورو له خندا را تېرکړي.
خو ، ای د ښار ملکه !!
د ښار ملک صاحبه!!!
ستا د درانده خوب د کټګي بوڼ زموږ پر وینو لوند دی،
څو به د خیال د ماڼۍ هسکو نه کشمیر ته ګوري،
ښار کې پينځه وخته ولس پخپلو وینو اودسونه کوي،
او پر همدې وینو روژه ماتوي.

/مسکو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

زما خو سر نسو پخلاص ، د مسکو نشه لکه چی ډيره زوره ده زه يی دلته ګنس کړم .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x