هره ورځ تر «۵» ساعتونو د ځیرک مبایل استعمال د سرطان لامل کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ زمری، ۱۳۹۸ل): د کولمبیا هېواد پوهانو د یوې څیړنې له مخې څرګنده کړې ده چې تر ۵ ساعتونو یا له دې زیات د ځیرک مبایل استعمال په انسان کې د سرطان او چاغوالي رامنځته کېدو لامل کیږي.

ددوی په وینا هغه کسان چې د ورځې په اوږدو کې تر پنځه ساعتونو د مبایل استعمال کوي د هغوی په پرتله چې له یادې مودې کم استعمال کوي په دوی کې د چاغوالي، سرطان، خپګان یا ډپریشن او د زړه ناروغۍ په پراخه کچه رامنځته کیږي.

دغه څیړنه په کولمبیا کې پر ۱۰۶۰ محصلینو چې عمرونه یې تر ۲۰ کلنۍ پورې وو ترسره شوه، په دې څیړنه کې ۷۰۰ انجونې او ۳۶۰ هلکان شامل وو، د څیړنې له پایلو څرګنده شوه چې د زیات مبایل استعمالولو سره انسان کې د چاغوالي، سرطان، خپګان او زړه ناروغۍ رامنځته کیږي.

د کولمبیا سایمن بولیوار پوهنتون لیکوال «میراري ماننټیلا مورون» ویلي دي چې که څه هم د ځيرک مبایل استعمال له یوه اړخه بې شمېره ګټې لري، مونږ ته ګڼشمېر اسانتیاوې برابروي او محصلین په اسانه کولای شي له اضافي معلوماتو ترلاسه کولو برخمن شي خو لرې نه ده چې ددې زیات استعمال د انسان پر روغتیا ژور اغیز وکړي.

د نوموړي په وینا د مبایل زیات استعمال خلک له ورزش او نورو فعالیتونو څخه منع کوي او تر خپلو کورونو یې محدود ساتي، په دې سره انسان کې بیلا بېلې ناروغۍ رامنځته کیږي.

له بل پلوه پوهان زیاتوي چې د مبایل رڼا یا د سکرین شعاوې چې کله د شپې لخوا د زیاتې مودې لپاره پر انسان لګیږي په دې سره د انسان دماغو او سترګو ته سخت زیان رسیږي، د خوب خرابوالي لامل ګرځي او شونې ده د سرطان ناروغي هم رامنځته کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د