نظــر

خپله ډنډ وینو کې غرق یو د کشمير یې په موږ څه؟

محمد امين بسمل

له هرڅه لمړی د نن ټکي اسیا درنو کارکوونکو،همکارانو اوټولو درنولوستونکو ته له کورنیو سره یې د لوی بختور اخترمبارکي وایم الله تعالی دې له همدې اخترسره نورپه ټول مخلوق ورحمېږي،هدایت اوخوشبختي ورپه برخه کړي. آمین

ګرانو او عزتمنو، لکه بار بار مې چې ويلي او لیکلي بیا یې هم تکراروم؛ اشغالګر وخت ګټي او په لوی لاس توطيې جوړوي.

اووم او اتم پړاو ته دهرچا د امید سترګې وې خو داسې ښکاري چې د دواړو پړاونو په خېټه کې ګانډو ووهلې شوې.

د اووم او اتم پړاو ترمینځ مکار غلیم داسې سیمه یزې فطنې را وخوټولې چې د اشغال عمر به پرې اوږد او جګړه به لا پسې وغځوي.

د استعمارګرې او خونړۍ تورې ماڼۍ اصلي توره څېره نوره هم بربنډه او افغان اولس ته پته ولګېده چې دغلیم په خبرو کې صداقت نشته.

فرېبکارغیلم د زمان په داسې حساسو شېبو کې سیمه یزه اوضاع بهراني کړه چې ډېرو یې انتظارهم نه کاوه.

هغه داچې نه خو په هانکانګ کې لاریونونه بې څه دي او نه خو له ایران سره شوبده بازي بې څه ده هغه سوریه او وینزیویلا خو لا اخوا پرېږدئ.

د اولسمشري(ارګمشري) ټاکنې او کشمير مسئله له هغو دوو خطرناکو فطنو څخه انګېرم چې له یو پلوه به د روانو مذاکراتو مرندې کرارکرار یوه په بله پسې وشکوي اوله بل پلوه به نه یوازې په بې ګناه افغان اولس اوافغان مقاومت وحشیانه بمورۍ له حده زیاتي شي بلکه، د افغان مقاومت مشرتابه ته به له تصوره لرې ستر زیانونه ورسوي؛ که د امارت مشرتابه شور ونه خوري.

له شور څخه مې هدف هغه زما پخوانۍ سپارښتنه ده چې ډېر ځله مې افغان مقاومت ته لیکلې څوخپل حسابي کسان د پنجاب د تسلط له ساحي نورو ځایو ته ورسوي اودوهمه احتیاطي رهبري باید په مخفي ډول ایجاد کړي څو د کومې شیطاني دسیسې په صورت کې دوهمه رهبري په آن واحد کې لاس په کار، سیاسي او پوځي استقامتونه اداره کړای شي؛ نه داسې لکه د محترم اخترمحمد منصور له شهادته وروسته چې مشرتابه په یو محدود وخت کې وټاکل شوه بیا دې هم پرې افرین وي چې خلا مينځ ته را نه غله البته هغه وخت او اوس وخت ډېر فرق لري هغه وخت اشغالګرو داسې نه ګڼله چې ۷۰ سلنه خاوره به افغان زلمیان تر کنترول لاندې راولي او بیا به پخپل یووالي او پاکوالي سره د مذاکراتو په جریان کې په دوی داسې سړې تبې راولي.

که امریکایان داسې پوهېدای نو په هغو شېبو کې به یې د یوڅو ډالرو په ورکړه سره د پنجابي حکومت لخوا د امارت د مشرتابه ټاکنه ټکنۍ کړې وه.

د یادولو ده چې اشغالګرو په ملا منان نیازي او څو نورو کسانو لا له پخوا پانګونه کړېوه او فکریې کاوه چې افغان مقاومت به دړې وړي کړي خو د الله ج نصرت و چې افغان باتور مقاومت نور هم متحد، غښتلی او په نړیواله کچه منلی شو ځکه خو اوس غلیم  خورا حساس او د سیمه یزې اجماع په پلمه یې سیمه یزو توطیو ته زور ورکړی دی.

وړمه ورځ خلیلزاد دهند بهرنیو چارو له وزيرسره ولیدل او د افغان سولې له روان جریان څخه نوموړي وزیر ظاهرأ ملاتړ وکړ.

زما په اغلب ګمان دا یو تاکتیکي اکټ دی څو د امارت مشرتابه ته یوه کاذبه هیله ور وبخښي.

کله چې ټرمپ وايي موږ له هند سره په پرله پسې اړیکه کې یو مانا د کشمیر مسئلې شین څراغ دوی ورکړی دی.

که داسې نه وای نو امریکا ته د عمران خان د پښو پلونه لا ړنګ نه دي چې هند دومره سپین سترګي وکړه.

دا لګه په ټرمپ او عمران خان پورې چې وخاندي خو نه په حقیقت کې اشارې ورکړ شوې دي.

که اشغالګر واقعأ د سولې خبرو ته ژمن  اود کشمير په مسئله کې دخيل نه وای نو به یې په رسمي او شدید ډول هند ته اخطار ورکړی وای چې دا دومره کاله دې صبر وکړ یوڅه وخت نور هم ودرېږه  څو د افغانستان ستونځه حل شي خو نه داسې نه ده غوا توره اوشيدې یې سپینې.

له بلې خوا خلیلزاد په کابل کې څو شپې سر په سر د ارګ خماریان ښه پوره چارچ او د ټاکنو امر ورته وکړ که نه نو غلام د بادار په مقابل کې دومره بې حیاتوب کولای شي؟

که د ټرمپ خېلو له ارګخېلو سره  د ټاکنو خوښه نه وای او واقعأ یې سوله غوښتی نو به یې ارګ مشر ته ويلي وای چې يا ټاکنې معطل کړه او یا خو موږ له طالبانو سره د سولې په خاطر یوه طرفه اوربند اعلانوو نه چاپي ترسره کوو او نه د ډرون حملې کوو.

په دې صورت کې به له خلیلزاده مخکې ارګمشر تر امریکا رسېدلی و نه به چا د ټاکنو نوم اخیستی وای نه به صفر یک وصفر دو او نور قاتلان یې بیا چا لیدلي وای.

که تاسې په نن ټکي اسیا کې د محترم ډاکترصاحب تره کي لیکنه د(اشغال ضد جګړه له ټولټاکنو سره نه جوړیږي) تر سرلیک لاندې ولولئ درته روښانه به شي چې په رښتیا هم اشغالګر سولې ته ژمن نه دي.ډاکترصاحب په خورا ځیرتیا سره ددغو لوېدلو ټاکنو حقوقي پایلو ته اشاره کړې څو افغان مقاومت یې جدي مخه ونیسي.                                                                                                                  دوهمه جالبه لیکنه د ښاغلی نظرمحمد مطمئن(د پنجاب لپاره تاریخې خدمت؟؟!) تر سرلیک لاندې ده چې د ارګ او پنجابیانو پټ حسابونه بربنډوي اوثابتوي چې ارګ خالي لاس نه دی داسې څوک لري چې طالب مشرتابه به د شا لخوا په خنجر ووهي لکه څو ځلې یې چې مخکې هم دا ناځواني کړې ده.

پرون د پکتیا مېړني اولس د غولولو په موخه دغني امرالله په ګردېز کې یوې غوڼډې ته وېلي چې د ډېورنډ قباله له موږ سره خو خاوره له پاکستان سره ده مانا دا چې په دې اړوند کومه معامله نه ده شوې وا وا دې ته وايي سپین سترګي بیا هم د مطمئن صاحب لیکنه په غور سره ولولئ.

بله مهمه لیکنه د( امریکا وزي!)ترسرلیک لاندې د محترم خیرالله خیرخوا ده چې ډېره په زړه پورې او که مذاکرات واقعأ دوام ومومي باید د امارت وروڼه دا مهمو ټکو ته متوجه واوسي.نن امریکا پلوو رسنیو(تاند، روهي او په اصطلاح آزادي رادیو) د ارګ له کومې سوړې خبر ورکړی چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک د اختر په درېيمه يا څلورمه ورځ لاسليک کيږي.کوم څه چې هلته لیکل شوي خاصتأ د مهالوېش دوه کلنه دوره افغان اولس ته د منلو ځکه نه ده چې له یوې خوا خو په دومره اوږده موده کې د امریکايئ استخباراتو لخوا د رنګارنګ دسیسو امکان زیاتوي او له بلې خوا د امریکا د اولسمشري ټاکنو نتېجه پکې مالومیږي چې نوی اولسمشر به خامخا په یوه نوې پلمه لکه په مخکینۍ لیکنه کې مې چې اشاره ورته کړې وه تازه دمه لېوان افغان خاورې ته راولېږي.باور نه کوم چې د امارت مشران به دا ډول هوکړه لیک ورسره ومني داماته د ارګ د چلمیانو خالي دودونه ښکاري.په هرصورت راګرځم دلیکنې سرلیک ته مې اود امارت له مشرتابه څخه مننه کوم چې دکشميرپه اړوند یې خپل دریځ څرګند او مذاکرات یې د خپل اولس حیاتي موضوع ګڼلې ده.په نړیوالو موضعاتو کې د امارت ناپېیلتوب اړین ګڼم ځکه چې موږ پخپله د وینو په ډنډونو کې تپېږو په کشمیر یې زموږ څه؟هغه د غازي ملا محمد عمرمجاهد خوږه خبره رایاد شوه که سهوه ونه کړم کوم ژورنالیست ورڅخه پوښتلي و چې تاسې خو به ګاونډیانو یا کوم بل چاته خطر نه پېښوئ؟ځواب یې ورکړی و چې«زموږ پشه پخپله پایڅه کې مشتې ده په چا موڅه غرض؟».نو زموږ د ګران اوغازي ملا محمد عمرمجاهد په پلونو باید ګامونه واخلو.له نېکه مرغه چې دمګړۍ غیرتي افغان مقاومت له سیاسي او پوځي اړخه په خورا ښه موقعیت کې دی خو باید لاندې ټکو ته پام ولري:۱ـ مشرتابه هیئت باید یو څه نور هم پراخ او دوه درۍ ګروپه ورڅخه جوړشي مانا لمړی ګروپ کوم هیواد ته سفر کوي دوهم او دریم ګروپونه باید احتیاطأ اماده وي.۲ـ که امکان ولري په هوایئ یا ځمکني صفرونو کې دې د مشرتابه هیئت غړي په یو ترانسپورټ کې نه سره کښېني ځکه چې په هیڅچا باور نشته ویشتلي به امریکایانو وي تاوانوي به یې په ایرانیانو.البته په بخشنه سره زما یو عادت دی کوم څه چې ذهن ته راشي وایم یې هغه دا چې د ظاهرشاه په دوره کې ملاصاحبانو په کابل کې د پلخشتي جومات ترڅنګ مظاهرې وکړې.شاهي کورنۍ قهرجن پولیس پسې راولېږل کله چې ملاصاحبانو وضعیت ته وکتل نو سیمه یې پرېښوده یوازې یو نفر لا پاته و نو پولیسو غږ پرې وکړ چې ملایان څه شول؟دی دغټ عین په ادا کولو سره ورته وایي بعععضې اخوا ولاړل بعععضې دا خوا نو دا یو پولیس دابل ته وايي رانیسه یې په ځان همدی دی.زه وېرېږم چې خدای ج مکړه زموږ د اولس او وطن دا ګل ګل څراغونه بعضې اخوا بعضي دا خوا د فطنه ګر شیطان لخوا خاموش نشي.۳ـ مشرتابه هیئت دهیڅچا لخوا پوښلې یا لوڅه تحفه وانخلي که یاد مو وي ضیاالحق یې له خپل سفیر سره یوځای د عمو په کارتنونو والوزاوه.

۴ـ په صفر کې له څښاک او خوراکي  موادو سره احتیاط، که شک موجود وي نو د پرهېز یا ثوابي روژې په پلمه له شکمن شي څخه ځان ژغورل څومقابل طرف باوري شي چې، پرهېز اویا خو به یې روژه وي نو په زور خو یې نشو پرې خوړی.

یادونه:

اوضاع ګډه وډه ده که خدای ج مکړه مذاکرات ټکني او امارت له جدي ګواښونو سره مخ شي زه یو مهم وړاندیز لرم چې هغه ساعت اوهغه مصلحت خو فعلأ د امارت له مشرتابه څخه جدي هیله کوم څو چین او روس ته په واضع ټکو ووایي چې که د ځان غم خورئ نو په شمالي او شمال شرقي پولوکې له پوځي اړخه تیار اوسئ.

د یوخپلواک اوسوکاله افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hidayat shinwaray

ما فکر نه کاوه چی بسمل صیب به دومره وسیع فکر ولری خو په هر ترتیب دا هم د خدای شکر دی چی افغانان ورځ تر بله د غلیم توطیو ته متوجیه کیږی او په دققت سره یی څارنه کوی. زه به خپلی خبری پر دی را لنډ کڔم او دا به ووایم چی د پښتنو اگهی د پاکستانیاتو تباهی ده او د لنډغرو سقاویانو ابدی زوال دی. ټول مشکلات زمونژ د اگهی پوری اڕه لری پرته زموژ د اگهی څخه زموژ په وضع کی به هیڅ تغیرات را منځته نه شی تژڅو چی مونژ را ویش نه شوه تر… نور لوستل »

جميل

السلام عليکم و رحمته الله محترم بسمل صاحب دا سمه ده چی جګړه زمونږ په هيواد کی ده نو خامخا مرګ ژوبله او ورانی هم دلته ډيره ده ، خو که مونږ وخت ته ځير سو وخت تيرول د امريکايانو نه د طالبانو(افغان مقاومت) په ګټه دی ، طالبان ورځ تر بلی ډيريږی ، غښتلی کيږی او ساحه يی پراخيږی . د اشغالګرو ټوله زور او فتنی ناچله سولی بله لويه فتنه نسی جوړولای ، افغانستان او افغانان د پورته ذکر شويو هيوادو سره ډير توپير لری ، هغوی داسی بيکسه نه وه لکه مونږ او نه هم پر هغو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x