افغانستان

طالبانو ازبکستان ته د اقتصادي پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ زمری، ۱۳۹۸ل):د طالبانو د مشر د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د رییس «ملا برادر اخند» په مشرۍ ازبکستان هیواد ته تللي طالب پلاوي هلته د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له ګڼو لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي او د افغان سولې او له امریکا سره د روانو مذاکراتو په تړاو یې له هغوی سره اړخیزې خبرې کړې.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د افغانستان لپاره د یاد هیواد له خاص استازي سره د طالب پلاوي د لیدلو خبر ورکړی او تر څنګ یې یاده کړې، چې دواړو لورو د افغانستان د سولې، ثبات امنیت، له امریکا سره د روانو مذاکراتو او په افغانستان کې د ازبکستان هیواد له لوري د پلې کېدونکو پروژو په تړاو بحثونه کړي.

مجاهد وړاندې زیاتوي «محترم ملابرادر اخند د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير څخه وغوښتل، تر څو هغه اقتصادي پروژې او عمراني کارونه چې ازبکستان پيل کړي دي لکه د افغانستان شمال ته د بريښنا رسول او د دواړو هيوادونو تر منځ د تجارت د پراختيا په منظور د مزارښارته د اورګاډي د پټلۍ غزول او ورته نورې پرړژې، تکميل کړي او ډاډ يي ورکړ چې اسلامي امارت په یادو برخو کې ترخپل کنترول لاندي سيمو کې هر ډول همکارۍ ته تيار دئ، ځکه دا پروژې نه خاص په اسلامي امارت پورې اړه لري او نه هم د کابل د اداري د مشرانو ملکيت دی، بلکه دا د ټول ملت ملکیت دی، د عامو افغانانو په ګټه او د هغوی د هوساينې لپاره دي.»

د مجاهد په خبره، د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزیر څخه وغوښتل شول چې د کابل له ادارې څخه هم په ټينګه وغواړي چې هغه خنډونه چې د هغوی لخوا، د یادو پروژو د تطبيق په وړاندې ايجاد کړي دي ژر تر ژره لري کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ښه خبر ده. انشاالله سوکه سوکه د وردګ ماما خبره هر څه به ښه شي. د مترقی او پر مخ تللی اسلامی افغانستان په لور.

غمی.پښتین

جوړ په خیر،
دولتی،او طالیب چارواکیو ته،
موږ عام ولس مو نه اقتصادی پروژی ،نه پرمختګونه،نه بنګلی او نه بلډینګونه غواړو.
اول خو موږ ژوند غواړو چه ژوندی مو پریږدی،
که ژوندی مو نه پریږدی.حداقل په عزت سره مرګ خو راکوی.
په طیارو،په ځانمرګیو .په ړاندو ماینونو خو مو غوښی هډوکی مه ورکوی،
موږ تیر د ستاسو خدمت څخه.

اجمل

څه مو کړ د پلونو او چرګانو عکس؟ وکلو تشربو ولا تصرفو. ولی مو هغه عکس تبدیل کړ؟ زار و مرګ مو شه خلګ په څه حال کی دی تاسی پلونه او چرګان وهی. د خبټو احتیاط وکړی چی ب###.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x