په يمن کښې بياولسي پاڅونونه پیل سول
له يمن څخه په رارسیدلوراپورونوکښې ویل سوي دي چې ددې هيواد دولسمشر علي عبدالله صالح په وړاندي يوځل بيا په زرګونو پاڅون کوونکو په اعتراضیه لاریونونو لاس پوري کړی دی اودولس مشردګوښه کيدو غوښتنه کوي.
درپوټونو له مخې ولسمشرعلي عبدالله صالح هم ديمن د دولت له مخالفينوڅخه غوښتي ترڅو لاريونونو ته دپاى ټکى کيږدي
او دخبرو اترو ميز ته کيښني .
په همدي حال کې دنوموړي هيواد قومي مشران وايي دوی دځوانانو له انقلاب څخه ملاتړ کوي او بايد علي عبدالله صالح ژر ترژره واک پريږدي .