افغانستان

ورځپاڼه: امریکا په افغانستان کې نیابتي استخباراتي ډلې تر شا پرېږدي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ زمری، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «فارن پالیسي» په خپله ننۍ ګڼه کې د سولې روانو مذاکراتو او له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د احتمالي وتلو موضوع ته کتنه کړې.

د ورځپاڼې په باور، د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو سلا شوي؛ خو له دې سره، سره متحده ایالات غواړي په افغانستان کې د استخباراتي حضور د ساتلو په موخه تر شا نیابتي نظامي ګروپونه پرېږدي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، دغه ځواکونه به په خوست ولایت کې شته «KFP» یا د «خوست د ساتنې ځواک» چې په افغانستان کې په کمپایني عسکرو باندې مشهور دی، سره ورته والی لري.

د خوست کمپایني ځواکونه چې د خوست په ګډون د هیواد په ګڼ شمېر ولایتونو او د افغانستان د پولو په اوږدو کې شتون لري، د ورځپاڼې له قوله، په مستقیم ډول د امریکا د استخباراتي ادارې «سي ای اې» له لوري اداره او تمویلېږي.

د ورځپاڼې په باور، سره له دې چې د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د بهرنیو عسکرو په وتلو سلا شوي؛ خو امریکایي استخبارات نیت لري، په دې هیواد کې داسې نظامي ډلې تر شا پرېږدي څو د طالبانو د نفوذ د مخنیوي او د کابل حکومت د بقاء لپاره کار وکړای شي.

یاده دې وي، چې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د استخباراتي جال د پرېښودلو ادعا لومړۍ نه ده، څه موده وړاندې هم بهرنیو رسنیو ورته راپورونه نشر کړل او افغانستان ته د امریکایي استخباراتو د مشرې «ګینا هاسفل» سفر یې چې د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې ترسره شو؛ په همدې هدف وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

په قطر کي د طالبانو کرامو د مذاکراتي پلاوي محترم مشر او درنو غړو ته! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته وبعد: د امريکايي پوځيانو د وتلو تر توافق وروسته په ګران هيواد کي د امریکا د استخباراتي ادارې «سي ای اې» د ځانګړو ځواکونو شتون يا دغه جال پراخول په ډېره جدي توګه د اندېښنې وړ خبره ده. هيله ده تاسي د دې موضوع په اړه توجه وفرماياست که دا خبره وي د امريکايي پلاوي سره يې مطرح کړئ او که هسي تبليغات وي په اړه يې درنو هيوادوالو ته توضيح ورکړئ، ډېره مننه الله سبحانه مو بريالي ولره په… نور لوستل »

masoom afghan

بیا هم له ډیر ځنډ وروسته ټولو ته
سلام علکیم وایم.
ماشامي یوځاﺉ کې میلمه وام.
هلته هم یو کس دا خبر وکړه او ورسره دا خبر یې هم وکړه چې کیدﺉ شی؛
د داعش په نوم ډله دلته قوي کړي تر څو جنګ تود وساتي او بیا ځل بانه ولټوی.
او دولتي خلکو سره لا هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
بله خبر یې دا وکړه چې ځینو ځایونو کې خپلو اډو ته افغانان بلکل ورپریژدی نه کیداﺉ شی زیر زمیني اډې ولرې.
سوله هسې يو پلان وی لکه پخوا جنګ کې روستم چې دوکه وکړه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x